د اسټرالیا د نیو ساوت وېلز ایالت پارلمان د هزاره‌ګانو نسل‌وژنه په رسمیت وپېژندله

د اسټرالیا د نیو ساوت وېلز ایالت پارلمان د یوې پرېکړه‌لیک په تصویب سره د افغانستان د پخواني پاچا عبدالرحمن خان له‌خوا د هزاره‌ګانو نسل‌وژنه په رسمیت وپېژندله

دا پرېکړه‌لیک نن (پنجشنبه، د تلې ۲۳مه) د تقنیني شورا د غړي انتوني ډي. ادم د ۳۷۷۳ شمېرې وړاندیز پر بنسټ تصویب او صادر شو.

په پرېکړه‌لیک کې د سپټمبر ۲۵مه په نیو ساوت وېلز ایالت کې د «هزاره‌ګانو د نسل‌وژنې د یاد ورځې» په توګه هم ټاکل شوې ده.

د دغه ایالت د پارلمان غړو د اسټرالیا له فدرالي حکومت څخه هم غوښتي چې د هزاره‌ګانو نسل‌وژنه په رسمیت وپېژني او وغندي.

انتوني ډي. ادم په خپل وړاندیز کې ویلي وو چې د افغانستان د هزاره‌ګانو نسل‌وژنه د ۱۸۸۸ او ۱۸۹۳ کلونو ترمنځ هغه مهال رامنځته شوه چې د افغانستان واکمن امیر عبدالرحمن خان د هزاره‌ګانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لړۍ پیل کړه.

هغه زیاته کړې وه چې د دغو اقداماتو په پایله کې د هزاره‌ګانو له ۶۰ سلنې څخه ډېر وګړي ووژل شول او ګڼ نور په زور بې‌ځایه او غلامان شول.

د نیو ساوت وېلز ایالت د تقنیني شورا دغه غړي ویلي وو چې له نسل‌وژنې وروسته هم هزاره‌ګان له منظم ځپلو، عام‌وژنو، هدفي جنسي تاوتریخوالي، غلامۍ، مذهبي تبعیض او جبري بې‌ځایه کېدو سره مخ شوي دي؛ هغه موارد چې د ده په وینا، لا هم دوام لري.

د هغه په خبره، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو له پراخېدو سره، یو ځل بیا په افغانستان کې د هزاره‌ګانو په نښه کول زیات شوي دي.

هغه وړاندیز کړی و چې د نیو ساوت وېلز پارلمان دې د سپټمبر ۲۵مه د «هزاره‌ګانو د تورې ورځې» په توګه په رسمیت وپېژني. په دې ورځ هزاره‌ګان د نسل‌وژنې کلیزه لمانځي او د قربانیانو یاد تازه کوي.

انتوني ډي. ادم همدارنګه د هزاره‌ګانو د نسل‌وژنې، د هغوی او نورو لږکیو د دوامدار ځپلو او د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو د ځپلو د غندلو غوښتنه کړې وه.

د اسټرالیا د نیو ساوت وېلز ایالت پارلمان له دې وړاندیز سره موافقه کړې او نن یې د یوه رسمي پرېکړه‌لیک په توګه تصویب کړی او د دغه ایالت د پارلمان د مشرانو جرګې رسمي دریځ یې ګرځولی دی.

تر دې مخکې د اسټرالیا د شنو ګوند هم په افغانستان کې د هزاره‌ګانو د نسل‌وژنې د په رسمیت پېژندلو له غوښتنو ملاتړ کړی و.

هزاره فعالان هر کال د سپټمبر ۲۵مه د افغانستان د هغه وخت د پاچا عبدالرحمن خان له‌خوا د هزاره‌ګانو د نسل‌وژنې د کلیزې په توګه یادوي.

د تاریخي روایتونو له مخې، د ۱۸۹۲ کال د سپټمبر پر ۲۵مه، د هزاره‌ګانو د مقاومت د وروستیو سنګرونو تر ماتې وروسته، د عبدالرحمن خان ځواکونه ارزګان ته ننوتل او د هزاره‌ګانو په وژلو، غلامولو او د هغوی د شتمنیو او ځمکو په نیولو یې لاس پورې کړ.

د تاریخي اسنادو او روایتونو له مخې، د عبدالرحمن خان د لښکرو اقدامات څو کاله د هزاره‌ګانو پر وړاندې روان وو او د دغو سیاستونو له امله د هزاره‌ګانو ۶۲ سلنه وګړي قرباني شول.

هزاره فعالان همدارنګه وايي چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د هزاره‌ګانو تاوتریخجن ځپل، په تېرو شلو کلونو کې د هزاره ټولنې پر وړاندې بریدونه او د طالبانو اوسني سیاستونه د دې نښه ده چې د هزاره‌ګانو هدفي ځپل او نسل‌وژنه لا هم دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته