د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده په وینا، دیني زده کړې د ټولنې د اصلاح لپاره مهمې دي او طالبالعلمان باید د علم له زده کړې څخه د دنیوي مقام او شهرت ترلاسه کولو موخه ونه لري.
د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په حواله، هبتالله اخوندزاده دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د کندهار په یوه جهادي مدرسه کې کړې دي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، نوموړي له طالبالعلمانو غوښتي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، د استادانو درناوی وکړي او خپل علم له نورو سره شریک کړي.
هبتالله اخوندزاده ویلي چې د علم زده کړه انسان کمال ته رسوي او د دیني زده کړو دوام د خلکو د اصلاح لپاره مهم دی. هغه زیاته کړې چې طالبالعلمان باید د علم د ترلاسه کولو پر مهال خپل نیتونه اصلاح کړي، پر زده کړو عمل وکړي او له علم څخه د دنیوي ګټو او منصبونو د ترلاسه کولو لپاره کار وانخلي.
نوموړي همدارنګه له طالبالعلمانو غوښتي چې درسونه پرېنږدي، د علم د زیاتولو هڅه وکړي او د فقهې په مجلسونو کې ګډون وکړي.
د طالبانو مشر د استادانو پر درناوي هم ټینګار کړی او له طالبالعلمانو یې غوښتي چې له غرور او تکبر څخه ډډه وکړي، د مدرسې نظم مراعات کړي او له خپل علم څخه نورو ته هم ګټه ورسوي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، هبتالله اخوندزاده ویلي چې علم یو امانت دی او دیني مسایل باید پټ نه شي، بلکې زده کوونکي باید خپل علم نورو ته هم ولېږدوي.
هغه استادان د طالبالعلمانو روحاني پلرونه بللي او ویلي یې دي چې زده کوونکي باید د هغوی درناوی وکړي او د مدرسې او خپلو ټولګیوالو قدر وساتي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، غونډه د هبتالله اخوندزاده په دعا پای ته رسېدلې ده.
