پاکستانۍ رسنۍ «جیو نیوز» د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د افغانستان د طالبانو څو غړي له پاکستاني ځواکونو سره په سرحدي نښته کې وژل شوي دي.
دې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې دغه نښته نن (شنبه، د تلې ۲۵مه) د خیبر پښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ په «تایده» او «غوزګرهۍ» سیمو کې د طالبانو ځواکونو له لوري تر «بېدلیله ډزو» وروسته پیل شوې ده.
پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي، چې د نښتې پر مهال د دغه هېواد ځواکونو د افغانستان د طالبانو اړوند «تاپسر» او «شیپولا» پوستې په نښه او ویجاړې کړې او د طالبانو ځواکونو یوه بله پوسته پرېښې ده.
د جیو نیوز د راپور له مخې، پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان طالبانو د «بهرنیو ترهګرو» د تګ راتګ د اسانتیا لپاره ډزې کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې نښتې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي؛ خو الجزیرې د طالبانو په حکومت کې د سرچینو په حواله لیکلي، چې په دې نښته کې مرګژوبله اوښتې ده.
تر دې وړاندې ځايي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته د پکتیا د ډنډپټان او ځاځي اریوب ولسوالیو په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و.
په ډنډپټان کې یوې سرچینې ویلي وو، چې د پاکستان له لوري توغول شوي ځینې راکټونه پر استوګنیزو سیمو لګېدلي او خلک له سخت وضعیت سره مخ دي.
تر اوسه د دې نښتې د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو په اړه کره معلومات نشته.
