اسرائیلي مېشتو پر امریکايي خبریاله برید کړی؛ د امریکا سفیر بریدګر ترهګر بللي او د قانوني تعقیب غوښتنه یې کړې

photo: @the_andrey_x / X

په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هکابي د اسرائیلي مېشتو له لوري پر یوې امریکايي خبریالې برید «ترهګریز عمل» بللی او د دې پېښې د څېړنې او عاملانو د قانوني تعقیب غوښتنه یې کړې ده.

مایک هکابي نن (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریاله عکاسه هایدي لوین په یوه وحشیانه او بزدلانه برید کې سخته ټپي شوې ده.

د امریکا سفیر لیکلي: «هایدي د امریکا تبعه ده او د خبریالې په توګه معتبره پېژندپاڼه لري. د ښکېلو کسانو هویت تر څېړنې لاندې دی؛ خو هغه کسان چې پر یوې بې‌وسلې خبریالې یې برید کړی، باید کلونه په زندان کې تېر کړي.»

هغه زیاته کړې: «موږ د بشپړې څېړنې، د ټولو ښکېلو کسانو د نیولو او د هغوی د قانوني تعقیب غوښتنه کړې ده.»

د امریکا سفیر ویلي: «پر یوې ښځینه عکاسې برید یو کرکجن ترهګریز عمل دی، چې نقاب‌پوشه بزدلانو ترسره کړی دی.»

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د دې ورځپاڼې ۶۴ کلنه عکاسه هایدي لوین د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د رام‌الله شمال ختیځ ته د ابوفلاح په کلي کې د فلسطینیانو د زیتونو د حاصلاتو د راټولولو د پوښښ پر مهال «د اسرائیلي مېشتو له لوري» تر برید لاندې راغله.

دې رسنۍ د عیني شاهدانو په حواله لیکلي، چې لسګونو نقاب‌پوشه مېشتو په ډبرو او چوب‌دستیو پر بزګرانو برید وکړ او د زیتونو د بڼونو ځینې برخې یې وسوځولې.

بریدګرو وروسته پر هغو خبریالانو هم برید وکړ، چې په سیمه کې حاضر وو. لوین، چې د «PRESS» نښه لرونکی د خبریالۍ واسکټ یې اغوستی و، ځمکې ته وغورځول شوه او څو ځله په لغتو او لرګیو ووهل شوه. بریدګرو د هغې کمره او ګرځنده ټیلیفون هم واخیستل.

دغه عکاسه په برید کې د یوې پوښتۍ او د ملا تیر د څلورو مهره‌وو له ماتېدو او ګڼو نورو ټپونو سره مخ شوه. هغه د درملنې او جراحۍ لپاره لومړی په رام‌الله او وروسته په تل‌ابیب کې یوه روغتون ته ولېږدول شوه.

واشنګټن پوسټ دغه برید غندلی او د روڼې څېړنې او د عاملانو د مجازاتو غوښتنه یې کړې ده.

د اسرائیل پوځ او پولیسو هم د پېښې د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

خو عیني شاهدان وايي، اسرائیلي سرتېري د برید پر مهال په سیمه کې حاضر وو، خو د بریدګرو د مخنیوي لپاره یې اقدام ونه کړ او پر فلسطینیانو یې اوښکې بهوونکی ګاز وشینده. د اسرائیل پوځ ویلي، چې دا ادعا څېړي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلي مېشتو تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګست پورې د اسرائیلي مېشتو څه باندې ۱۶۰۰ بریدونه ثبت شوي، چې د خلکو د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیانونو لامل شوي دي. د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې لږ تر لږه ۷۶ فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو یا مېشتو له لوري وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته