مصر د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ جګړې ته د ورګډېدو په اړه پرېکړه کوي

photo: ITookSomePhotos / Wikimedia Commons

ټاکل شوې ده چې د مصر پارلمان نن (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) د دغه هېواد د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په غوښتنه، د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ جګړې ته د ورګډېدو په اړه پرېکړه وکړي.

د مصر رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د پارلمان غړي به په یوه عمومي غونډه کې د موضوع تر ارزونې وروسته، دې جګړې ته د حکومت د مداخلې اجازه ورکړي یا به یې مخه ونیسي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون د پوځي اکاډمیو او پوهنځیو د نویو دورو د فراغت په مراسمو کې د سعودي عربستان او د خلیج د عربي هېوادونو د امنیت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

السیسي په خپله وینا کې له پارلمانه وغوښتل چې بېړنۍ غونډه جوړه کړي، څو د سعودي عربستان د دفاع په موخه د دغه هېواد د هر ډول غوښتل شوې مداخلې لپاره د اجازې موضوع وڅېړل شي.

مصر په ۲۰۱۵ کال کې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي مداخلې سره یوځای شو. دغه هېواد اوس هم د حوثیانو پر ضد د عربي ائتلاف رسمي غړی دی، خو په تازه جګړه کې یې پوځي مداخله نه ده کړې.

په تېره دوره کې، د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د اوربند تر ټینګېدو مخکې، مصر تر ډېره په سره سمندرګي کې د بېړیو د تګ راتګ د لارو په امنیت کې رول درلود.

له حوثیانو سره د جګړې له پیل وروسته، سعودي عربستان په ښکاره له ټولو خلیجي هېوادونو او متحده ایالاتو د مرستې غوښتنه کړې ده. ان اسرائیلي رسنیو هم راپور ورکړی و چې سعودي عربستان له اسرائیلو د مرستې غوښتنه کړې، خو ریاض دغه راپورونه رد کړي دي.

پاکستان او ترکیې، چې د مکې ائتلاف غړي دي، څو ځله د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د دغه دفاعي تړون د فعالولو غوښتنه کړې؛ خو د حوثیانو پر ضد جګړې ته د ورګډېدو د څرنګوالي په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته