له فراغت څخه تر کډوالۍ؛ د سوېلي حوزې د ځوانانو ناهیلي

تصوير:اطلاعات روز

بېکاري او له هېواده د ځوانانو وتل په افغانستان کې له هغو مهمو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څخه دي چې د کورنیو پر ژوند، د ټولنې پر ثبات او د هېواد پر راتلونکي اغېز کوي.

ځوانان د هر هېواد د بشري ځواک، تولید، نوښت او اقتصادي پرمختګ اساسي برخه جوړوي؛ خو کله چې هغوی د کار، زده‌کړو او مسلکي پرمختګ مناسب فرصتونه ونه لري، د خپل راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ کېږي.

په سوېلي حوزه کې، چې د کندهار ترڅنګ نور ولایتونه هم پکې شامل دي، د بېکارۍ او د ځوانانو د کډوالۍ موضوع د اقتصادي وضعیت، د کار بازار نشتوالي، د خصوصي سکتور د فعالیتونو او د حکومت د اقتصادي تګلارو نامعلوم حالت د دې لامل شوي چې ځوانان له هېواده تېښتې ته اړ کړي.

د دې حوزې د بېلابېلو ولایتونو څخه هره ورځ په سلګونو ځوانان په غیرقانوني ډول بهرنیو هېوادونو ته ځي، ترڅو هلته د خپلې کورنۍ لپاره یوه ګوله حلاله روزي وګټي.

عبیدالله چې ۲۴ کاله عمر لري، د کندهار ولایت د اوومې ناحیې اوسېدونکی دی. وايي چې یو ځل مخکې په سختو او قاچاقي لارو ایران هېواد ته په کار پسې ولاړ، خو په خبره یې چې هلته تر پنځو میاشتو تېرېدو وروسته ونیول شو او بېرته افغانستان ته وشړل شو.

هغه زیاتوي چې اوس یو ځل بیا پلان جوړ کړی چې د کار او روزګار لپاره ایران هېواد ته په همدغو قاچاقي لارو ولاړ شي.

دی وايي که د طالبانو حکومت خلکو ته په کور دننه د کار زمینه برابره کړي، هېڅکله به هڅه ونه کړي چې له افغانستان څخه په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

دی وايي: «زما هیله دا ده چې په خپل هېواد کې کار پیدا کړم او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم. که دلته د کار زمینه برابره شي، هېڅکله به اړ نه شم چې د قاچاقي لارو د بهر تګ خطر ومنم.»

د هلمند د موسی‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالولي هغه ځوان دی چې دوه کاله مخکې یې د پښتو ژبې او ادبیاتو له څانګې د لیسانس سند ترلاسه کړی، خو وزګار دی.

نوموړی وايي، اوس د وزګارتیا له امله اړ شوی چې ایران ته په ناقانونه توګه سفر وکړي؛ ځکه چې د څلور کسیزې کورنۍ نفقه راوړونکی دی.

دی زیاتوي چې له څو کلونو راهیسې له هېواده د ځوانانو تېښته په یوې عادي خبرې اوښتې، اوس مو په هېواد کې لږې داسې کورنۍ موجودې دي چې زامن یې له هېواده بهر د زده‌کړې یا کار په لټه کې نه دي، نور اکثره ځوانان په دې هڅه کې دي چې له هېواده بهر چېرته لاړ شي.

دی زیاتوي چې شاوخوا یو کال کېږي د دندې موندلو لپاره هڅې کوي، خو تر اوسه نه دی توانېدلی له تحصیلي څانګې سره اړونده دنده ومومي.

نوموړی زیاتوي چې د کاري بوختیاوو نشتوالي ډېر ځوانان اړ کړي چې غیرتخصصي او د کم عاید لرونکو کارونو ته مخه کړي.

د هغه په خبره، په دولتي ادارو او ځینو خصوصي بنسټونو کې واسطه‌بازي او قومپالنه هم هغه لاملونه دي چې کاري بوختیاوو ته یې د ځوانانو لاسرسی محدود کړی.

نوموړی وايي: «له فراغت وروسته مې هڅه کړې چې د خپل مسلک مطابق دنده پیدا کړم، خو تر اوسه بریالی شوی نه یم. د کورنۍ د نفقې مسؤلیت هم زما پر غاړه دی او د کار نشتوالي سخت له ستونزو سره مخ کړی یم. اوس دې ته اړ شوی یم چې د کار پیدا کولو لپاره له هېواده بهر د تګ په اړه فکر وکړم.»

یو شمېر موټر چلوونکي چې په غیرقانوني لارو د نیمروز د ریګونو له لارې د ایران سرحد ته دغه ډول ځوانان رسوي، وايي چې دوی ډېر هغه کسان په موټرو کې لېږدوي، چې ډېری سپرلۍ یې هغه کسان دي چې د کار پیدا کولو لپاره بهر ته ځي.

د حمیدالرحمن په نوم یو موټر چلوونکی وايي چې تر ۸۰ سلنه ځوانان یې د کار په لټه کې بهرنیو هېوادونو ته ځي.

دی وايي: «زما په موټر کې ډېر داسې مسافر سپرېږي چې د کار او روزګار په لټه کې بهر ته روان وي. د دوی ډېری یې ځوانان دي چې په خپل هېواد کې یې د کار زمینه نه ده موندلې او د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو لپاره د بهر تګ پرېکړه کوي.»

تصوير:ليږل شوي

له افغانستانه د مسلکي کسانو د وتلو لاملونه

په افغانستان کې د پخواني نظام تر سقوط وروسته ډېرو بهرنیو هېوادونو او نړیوالو شرکتونو خپل فعالیتونه له افغانستانه ټول کړل چې له کبله یې ګڼ شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې. سربېره پر دې، پر افغانستان باندې اقتصادي بندیزونه او له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو پرېکون د یوه بل دلیل په توګه یادېدلی شي.

له افغانستانه د ځوانانو د وتلو مسئلې نه یوازې په کور دننه او بهر اندېښنې راپارولې، بلکې په ټوله کې لویه اندېښنه، بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو د افغان ځوانانو د تګ مسئله ده.

سربېره پر دې، د طالبانو له لوري د معاشونو کمول، د خصوصي سکتور فلجېدل، د بېکارۍ اوج، له افغانستانه بهر د کار د ښو فرصتونو موجودیت، د بهرنیو هېوادونو له لوري د کاري ځواک لوړه تقاضا یې افغان کارپوهان د اصلي لاملونو په توګه یادوي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد اسماعیل علیزي وايي چې د دې موضوع د حل لپاره باید حاکم نظام په ادارو کې مسلکي او عادلانه ټاکنې وکړي او کاري موقعې زیاتې کړي.

نوموړی وايي، د کاري زمینې برابرول، اقتصادي وده، سیاسي ثبات، د امنیت تأمینېدل، د وړتیاوو لوړول او د داسې شرایطو برابرول چې ټول له یو بل سره د یووالي حس پیدا کړي، یوه مناسبه حل‌لاره ده.

دی وايي: «د ځوانانو د بېکارۍ د ستونزې د حل لپاره اړینه ده چې د ګومارنې په بهیر کې وړتیا او مسلکي معیارونه په پام کې ونیول شي. حکومت باید د کار فرصتونه زیات کړي، اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي او داسې شرایط برابر کړي چې ځوانان وکولای شي په خپل هېواد کې د کار او پرمختګ فرصتونه ترلاسه کړي. اقتصادي ثبات، د مهارتونو لوړول او د کاري زمینې پراخول د دې ستونزې د حل مهم ګامونه دي.»

تصوير:اطلاعات روز

باید وویل شي چې افغانستان لا هم له پراخو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی، او د نفوس یوه مهمه برخه یې په نړیوالو مرستو پورې تړلې ده.

د ۲۰۲۶ کال د افغانستان د بشري اړتیاوو د ارزونې او مرستو د پلان د شمېرو له مخې، په هېواد کې میلیونونه وګړي له جدي بشري ستونزو سره مخ دي. د اوچا د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري؛ په داسې حال کې چې ۱۷.۵ میلیونه وګړي د مرستو مستحق بلل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته