کونړ او نورستان کې خبریالان د طالبانو له تبلیغاتي فشارونو شکایت کوي

bbc.co.uk

په کونړ کې خبریالان، ژورنالېستان، شاعران، لیکوالان او فرهنګیان وايي، چې د طالبانو ځايي مسوولینو د دې ډلې او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ او د اړیکو د خرابېدو په لړ کې ترې غوښتنه کړې، چې په ټولنیزو رسنیو کې دې د پاکستان د حکومت پر ضد او د حاکم رژیم په ملاتړ څرګندونې، تبلیغات او لیکنې وکړي.

دوی وايي، د کونړ او نورستان ځايي طالبانو په دې وروستیو کې له دوی سره لیدنې زیاتې کړې او په خپلو ناستو کې یې ورته سپارښتنه کړې، چې په ټولنیزو رسنیو او سیمه‌ییزو ناستو کې دې د طالبانو د نظام په تړاو د خلکو د ذهنیت بدلولو او د هغوی د ملاتړ خپلولو په موخه فعالیتونه وکړي.

په کونړ او نورستان کې خبریالان زیاتوي، چې طالبانو په غیرمستقیم ډول خبرداری ورکړی، که د دوی غوښتنې عملي نه کړي، نه یوازې به ورسره په اړوندو برخو کې همکاري ونه کړي، بلکې د نیولو لپاره به یې هم اقدام وکړي.

له شاوخوا یوه کال راهیسې د طالبانو او د دوی د پخواني «کلک ملاتړي» پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی، نښتې شوې او اړیکې یې په ښکاره ډول خرابې شوې دي. دواړه لوري پر یو بل د ترهګرۍ او افراطي ډلو د ملاتړ، روزنې او د پټنځایونو د برابرولو تورونه لګوي.

پر افغانستان واکمنې ډلې، چې په هېواد کې یې پر خپلواکو رسنیو، خبریالانو او د بېلابېلو برخو پر فعالانو د فعالیت ساحه تنګه کړې، له پاکستان سره د وروستیو ناندریو، کړکېچ، نښتو او متقابلو تورونو له زیاتېدو وروسته د خپل ځان په ګټه د تبلیغاتو او د ولسي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره هڅې زیاتې کړې دي.

د طالبانو له لوري د خپل نظام په ګټه او د پاکستان ضد تبلیغاتو په لړ کې، په کونړ او نورستان کې خبریالان، فرهنګیان او د بېلابېلو برخو فعالان وايي، چې د طالبانو نظام پرې فشار راوړی، څو په ټولنیزو رسنیو او ولسي ناستو کې د پاکستان د حکومت پر ضد او د طالبانو د ملاتړ، همکارۍ او رضایت په اړه دوامدارې لیکنې، پوسټونه او څرګندونې وکړي.

کونړ کې ځايي خبریال الهام (مستعار نوم) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «له کله راهیسې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې او د پاکستان له لوري هوايي بریدونه زیات شوي، هر وخت غونډې کوي او خبریالان، فرهنګیان، لیکوالان او ان شاعران راټولوي او فشار پرې راوړي، چې د پاکستان پر ضد او د طالبانو د رژیم په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه، لیکنې او څرګندونې وکړي او د پاکستان د حکومت پر ضد دوامدار تبلیغات وکړي.»

تصوير ټولنيزي رسنۍ

خبریالان او ژورنالېستان دغه راز شکایت کوي، چې طالبان اړ کړي یې دي، څو په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د حکومت لپاره د «پاکستان پوځي رژیم» اصطلاح وکاروي او د پاکستان حکومت د اسراییلو له حکومت سره ورته وبولي.

دوی وايي، طالبانو خبریالانو او ژورنالېستانو ته خبرداری ورکړی، چې که د خپل نظام په ملاتړ او د پاکستان د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په موخه د دوی غوښتنې ونه مني، د دوی کاري چاپېریال به نور هم محدود کړي.

په کونړ کې د یوې ټلوېزیوني شبکې خبریال ادریس، چې د امنیتي ستونزو له امله یې مستعار نوم کارولی، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «زه له شاوخوا لسو کلونو راهیسې په کونړ ولایت کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوم. سره له دې چې خبریال باید بې‌پرې وي او د جګړو او تاوتریخوالي پر مهال د یوه لوري ملاتړ ونه کړي، خو موږ طالبان اړ کړي یو، چې نه یوازې په خپلو راپورونو کې د طالبانو ملاتړ او د پاکستان مخالفت وکړو، بلکې په جبري ډول یې راته ویلي، چې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې هم د طالبانو ملاتړ او د پاکستان مخالفت وکړو، پاکستان ته د پوځي رژیم اصطلاح وکاروو او د پاکستان حکومت د اسراییلو له حکومت سره تشبیه کړو.»

تصوير ليږل شوي: په کونړ کې د يو خبريال د ټولنيزو رسنيو خپاره شوي مطالب

د کونړ خبریالان، ژورنالېستان او فعالان دغه راز شکایت کوي، چې طالبانو په غیرمستقیم ډول خبرداری ورکړی، که د دوی د غوښتنو مطابق ژورنالېستیک فعالیت ونه کړي، نه یوازې به ورسره د معلوماتو په برخه کې همکاري بنده کړي، بلکې په دې ولایت کې به یې د رسنیز فعالیت مخه هم ونیسي.

دوی وايي، له یوې خوا د طالبانو د محدودیتونو له امله یې کاري ساحه تنګه شوې او له بلې خوا یې رسنیز دفترونه پرې فشار راوړي، چې د خپلو ادارو د پالیسیو مطابق راپورونه او خبرونه برابر کړي. د دوی په خبره، د طالبانو د فشارونو له امله اړ دي، چې په خپل ژورنالېستیک فعالیت کې له احتیاط څخه کار واخلي.

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو خبریال فضل‌الرحیم (مستعار نوم) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، استخباراتو، امنیې قوماندانۍ، ولایت مقام او نورو اړوندو ادارو مسوولینو په غونډو کې موږ ته خبرداری راکړی، چې که د هغوی د غوښتنو پر اساس ژورنالېستیک فعالیت ونه کړو، نو له موږ سره به د معلوماتو او اطلاعاتو په برخه کې همکاري ونه کړي. که د طالبانو خبرې ومنو، نو ډېر راپورونه د ژورنالېزم له اصولو سره په ټکر کې راځي او زموږ دفترونه د دغو راپورونو له خپرولو ډډه کوي، ان معاشونه مو هم کموي. موږ هم حیران یو، چې د طالبانو غوښتنې ومنو او که د خپلو رسنیزو ادارو او ژورنالېزم د اصولو مطابق فعالیت وکړو. که د طالبانو فرمایشونه ومنو، د غیرمسلکي‌توب تور راباندې پورې کېږي او که یې ونه منو، ژوند او کاري چاپېریال مو له خطر سره مخ کېږي.»

تصوير:ټولنيزي رسنۍ

په همدې حال کې، په نورستان کې هم یو شمېر خبریالان او ژورنالېستان شکایت کوي، چې طالبان یې د دې ډلې په ملاتړ او د ګاونډي پاکستان پر ضد تبلیغاتي راپورونو او څرګندونو ته اړ باسي.

خبریالان وايي، طالبان ان د ځینو موضوعاتو په اړه د راپورونو هغه مواد هم ورلېږي، چې یوازې د دې ډلې پلوي او ملاتړ پکې شوی وي او د پاکستان د حکومت پر ضد خبرې، څرګندونې او تبلیغات پکې ځای پر ځای شوي وي، څو خبریالان ترې راپورونه جوړ او خپاره کړي.

په نورستان کې یو ځايي خبریال، چې د طالبانو له وېرې نه غواړي خپل هویت څرګند کړي، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «په دې وروستیو کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی، د هېواد د نورو ولایتونو په څېر طالبانو په نورستان کې هم له خبریالانو، ژورنالېستانو او فعالانو سره خپلې ناستې زیاتې کړې او سپارښتنې کوي، چې د خپلو رسنیو له لارې او همداراز په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د هېواد پر واکمن رژیم د ملاتړ او د پاکستان پر ضد راپورونه، لیکنې او څرګندونې وکړي. ځینې وخت د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو ته زموږ تګ ستونزمن او له اقتصادي پلوه زیان اړوونکی وي، نو ساحې ته نه شو تللی. په داسې حالاتو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلوېزیون او دولتي ادارو رسنیز مسوولین د خپل نظام په ملاتړ او د پاکستان پر ضد د خلکو نظرونه او مرکې اخلي او موږ ته یې د خپرولو لپاره رالېږي، څو په جبري ډول ترې راپورونه جوړ کړو.»

په نورستان کې خبریالان او ژورنالېستان د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ځپوونکې پالیسۍ د درولو لپاره له اړوندو ادارو د لازمو اقداماتو غوښتنه کوي.

دوی وايي، د رسنیو کورني او بهرني ملاتړي بنسټونه باید په دې برخه کې مداخله وکړي، د حاکم رژیم د فشارونو او د ژورنالېزم ضد پالیسیو پر وړاندې ګامونه پورته کړي او د خپلواکو رسنیو پر وړاندې د طالبانو د فرمایشونو د منلو مخه ونیسي. دوی همداراز غواړي، چې له ستونزو سره مخ رسنیز فعالان او رسنۍ وژغورل شي.

په نورستان کې سیمه‌ییز خبریال عبدالواجد (مستعار نوم) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالبانو د خپل نظام په ملاتړ او د پاکستان پر ضد د خبرونو، راپورونو او ان زموږ په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د پوسټونو، لیکنو او څرګندونو په موخه فشارونه زیات کړي دي. زموږ غوښتنه دا ده، چې د رسنیو اړوند کورني او بهرني بنسټونه دې په دې برخه کې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي او په دې سخت حالت کې دې یې یوازې نه پرېږدي؛ ځکه طالبان افغان خبریالان، ژورنالېستان او د رسنیو مسوولان اړ کوي، چې پر دغه سپېڅلي مسلک پښه کېږدي او د خپل نظام په ګټه یې وکاروي. ان تر دې چې طالبانو په دې ولایت کې ټولو خبریالانو او ژورنالېستانو ته په غیرمستقیم ډول ګواښ کړی، چې که یې غوښتنې ونه مني، نیول کېدای شي.»

د اطلاعات روز همکار هڅه وکړه، چې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د خبریالانو، ژورنالېستانو، فرهنګیانو او د بېلابېلو برخو د فعالانو د شکایتونو، ستونزو، نیوکو او وړاندیزونو په اړه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو نظر واخلي؛ خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدی، چې د هغوی نظر ترلاسه کړی.

له څه باندې یوه کال راهیسې پاکستان د طالبانو پر وړاندې بریدونه کړي او له دې ډلې سره د مخامخ جګړې ترڅنګ یې د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ګڼو ولایتونو کې لسګونه هوايي بریدونه کړي دي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، د دغو بریدونو په پایله کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم څو ځله تایید کړې، چې د پاکستان په بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده؛ خو د پاکستان حکومتي ادارو بیا په افغانستان کې د خپلو هوايي بریدونو پر مهال د داعش، ټي‌ټي‌پي او له دغو ډلو سره د تړلو کسانو د وژلو او ټپي کولو ادعاوې کړې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ او د پاکستاني پوځ له لوري پر افغان خاوره د هوايي بریدونو په غبرګون کې د طالبانو د مشر ملا هیبت‌الله او د دې ډلې د ګڼو نورو چارواکو چوپتیا په کور دننه او بهر نیوکې زیاتې کړې دي. د طالبانو د رژیم دغې چوپتیا له پاکستان سره د دې ډلې د پټو اړیکو او د پاکستان تر اغېز لاندې د حکومت کولو په اړه شکونه، اندېښنې او پوښتنې راولاړې کړې دي.

که څه هم طالبانو په خپلو مطبوعاتي ناستو کې د پاکستان پر وړاندې توندې څرګندونې کړې او د کلک دریځ خبرې یې کړې دي، خو د طالبانو مخالف افغان جریانونه باور لري، چې پر افغانستان واکمنه ډله لا هم د پاکستان د څارګرې ادارې تر کنټرول لاندې ده او د اوبو په خړولو سره ماهیان نیسي؛ یعنې د کړکېچ له روان وضعیت څخه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته