د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یوې اوونۍ په واټن کې په دوو ویناوو کې، چې یوه یې په کندهار کې په جهادي مدرسه او بله یې په ۲۰۵ البدر قولاردو کې کړې، پر «جهاد»، عبادت، د دیني علومو پر زدهکړې او د مشرانو پر اطاعت ټینګار کړی دی.
دغه ټینګارونه په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو واک ته تر بېرته رسېدو څه باندې پنځه کاله تېر شوي او دا ډله له دوو هممهالو ننګونو سره مخ ده: له یوې خوا، د طالبانو د مخالفانو وسلهوال مقاومت دوام لري او په وروستیو میاشتو کې زیات شوی دی؛ له بلې خوا، د طالبانو د حکومتي نظام ټینګښت ښايي ورو ورو د دې ډلې د غړو ترمنځ د جهادي ذهنیت او انګېزو د کمزوري کېدو لامل شي.
داسې ښکاري، چې ملا هبتالله هڅه کوي د خپلو مستقیمو ویناوو له لارې د خپلو پلویانو اړیکه له طالباني ـ جهادي ایډیالوژۍ سره ټینګه وساتي او مخه یې ونیسي، چې د عادي ژوند غوښتنې ورو ورو د هغوی په ذهنونو کې د تاوتریخوالي او جهاد ځای کمزوری کړي.
طالبانو له دغو دوو ویناوو یوازې لیکلي متنونه خپاره کړي او هېڅ غږیز یا ویډیويي ثبت یې نه دی وړاندې کړی. دواړه ویناوې په کندهار کې شوې دي؛ هغه ځای چې د طالبانو د مشر د استوګنې ځای دی او نوموړی خپل ډېری وخت په کې د سختو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې تېروي.
د طالبانو مشر په وروستیو میاشتو کې لږې ویناوې کړې دي او پیغامونه یې ډېری وخت د هغو لیکنو او اعلامیو له لارې خلکو ته رسېدلي، چې د طالبانو چارواکي او ادارې یې خپروي.
په دغو ویناوو کې پر جهاد او د رهبرۍ پر اطاعت ټینګار، په داسې پړاو کې د دې ډلې د فکري او سازماني یووالي د ساتلو هڅه بلل کېدای شي، چې طالبان له کلونو جګړو وروسته واک او حکومت په لاس کې لري.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، د دې ډلې مشر د چهارشنبې په ورځ (۲۹ میزان) په ۲۰۵ البدر قولاردو کې وینا کړې ده. د دې قولاردو ډېری ځواکونه د افغانستان له جنوبي ولایتونو، په ځانګړي ډول کندهار څخه دي او د ملا هبتالله اخوندزاده د استوګنې په سیمه کې د دې قولاردو ځای پر ځای کېدل هغه ته د پوځي ځواکونو د نږدې څارنې زمینه برابروي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغې وینا منسوب شوی متن پر اېکس خپور کړی دی. په دې متن کې د طالبانو د مشر له قوله راغلي دي: «د مجاهد عبادت، جهاد او د لمانځه صفونه هغه چارې دي، چې الله تعالی یې ډېر خوښوي. مجاهد د الله تعالی د دین د لوړتیا لپاره او په دې موخه جهاد کوي، چې مسلمانان وکولای شي په ارامۍ او ډاډه زړه د الله تعالی عبادت وکړي. مجاهد باید د دین په ټولو برخو کې معلومات ولري.»
د طالبانو مشر د واک تر نیولو وروسته هم د دې ډلې پوځي ځواکونه «مجاهدین» بولي او پر «جهاد» ټینګار کوي.
د طالبانو مشر، چې د خپلو سیاستونو پلي کول د «اسلامي شریعت» په تطبیق او د «نبوي سنتو» په ژوندي کولو توجیه کوي، د دې قولاردو له ځواکونو یې هم غوښتي، چې دیني علوم زده کړي او نورو ته یې ولېږدوي.
په خپاره شوي متن کې د هغه له قوله راغلي دي: «د آخرالزمان په پړاو کې د نبي کریم صلیالله علیه وسلم د یوه سنت ژوندي کول د سلو شهیدانو ثواب لري. دا ستاسو مسؤولیت دی، چې دین پخپله زده کړئ او نورو ته یې هم ورسوئ.»
هغه د «سلو شهیدانو د ثواب» په یادولو سره د پوځي ځواکونو لپاره خپله سپارښتنه له اخروي اجر سره تړلې ده. دا ډول بیان کولای شي د رهبرۍ لارښوونو ته د سازماني مقام تر څنګ مذهبي ارزښت هم ورکړي او د هغو اطاعت د مخاطبانو په ذهنونو کې د یوه دیني مسؤولیت د ترسره کولو په څېر وښيي.
«خپلې شخصي ګټې د نظام لپاره قرباني کړئ»
د طالبانو د مشر منسوبې وینا بله برخه د مشرانو او استادانو پر اطاعت او د پوځي وسایطو او تجهیزاتو د کارولو پر څرنګوالي راڅرخي.
هغه د دې ډلې له ځواکونو غوښتي، چې د موټرو او وسلو په کارولو کې احتیاط وکړي او خپلې شخصي ګټې د «نظام» لپاره قرباني کړي.
دا سپارښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان د پخواني حکومت د پوځي تجهیزاتو یوه برخه، چې د امریکا او ناټو په ملاتړ برابره شوې وه، ویجاړه شوې او ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري. د دغو وسلو یوه برخه هم له افغانستانه قاچاق شوې او بهر ته وړل شوې ده.
د ملا هبتالله اخوندزاده د وینا په خپاره شوي متن کې راغلي دي: «د خپلو مشرانو او استادانو درناوی وکړئ او اطاعت یې وکړئ. د بیتالمال، موټرو او وسلو په کارولو کې ډېر احتیاط وکړئ او بېځایه یې مه کاروئ. خپلې شخصي ګټې د نظام لپاره قرباني کړئ.»
جهادي مدرسه او د جنګیالیو جذب
تر دې مخکې طالبانو اعلان کړی و، چې ملا هبتالله اخوندزاده د پنجشنبې په ورځ (۲۳ میزان) په کندهار کې په جهادي مدرسه کې هم وینا کړې ده.
دا مدرسه د دیني زدهکړو او د طالبانو د ایډیالوژۍ د ترویج له لویو مرکزونو څخه ده، چې سلګونه زدهکوونکي په کې د دې ډلې د اسلام د روایت له مخې دیني لارښوونې او د «جهاد» مفهوم زده کوي.
د طالبانو مشر په خپلې منسوبې وینا کې له زدهکوونکو غوښتي، چې د زدهکړو د دورو تر پای ته رسېدو وروسته هم په فقهي غونډو کې ګډون وکړي او د دیني علومو زدهکړې ته دوام ورکړي.
په خپاره شوي متن کې د هغه له قوله راغلي دي: «د الله شکر ادا کړئ، ځکه د دیني علومو زدهکړه د الله په لار کې جهاد دی او دا هغه صفت دی، چې الله پاک یې خوښوي.»
د طالبانو مشر په دې تعبیر سره د دیني علومو زدهکړه د «جهاد» په چوکاټ کې تعریف کړې ده؛ هغه مفهوم چې طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت او د هغه د نړیوالو متحدانو پر وړاندې د جګړې پر مهال هم د خپلو پوځي فعالیتونو د توجیه لپاره کاراوه.
د دغو دوو ویناوو مخاطبان توپیر لري؛ یوه د دیني مدرسې زدهکوونکو ته او بله د یوه پوځي قولاردو ځواکونو ته شوې ده. خو د ملا هبتالله اخوندزاده په منسوبو پیغامونو کې ګډ محورونه، لکه د دین زدهکړه، عبادت او اطاعت، شامل دي.
دا ګډ ټکي د جهادي مدرسو او د طالبانو د پوځي ځواکونو ترمنځ د ګډې ایډیالوژیکې چوکاټ د پیاوړتیا د هڅې نښه بلل کېدای شي.
په دې چوکاټ کې دیني مدرسه او پوځي مرکز، سره له دې چې دندې یې توپیر لري، له ورته مذهبي او سازماني پیغام سره مخ کېږي؛ داسې پیغام چې د دین زدهکړه، د هغه تبلیغ او د واکمن جوړښت وفاداري له یو بل سره تړي.

د طالبانو د سیاستونو په چوکاټ کې دیني مرجعیت
د طالبانو مشر په دوام کې دیني عالمان د پېغمبرانو وارثان بللي او د دیني احکامو لېږد او د ټولنې اصلاح یې د هغوی له مسؤولیتونو څخه ګڼلي دي.
د هغه د وینا په متن کې راغلي دي: «د الله پاک احکام، پرېکړې او شریعت د درنو علماوو له لارې خلکو ته رسېږي او د خلکو اصلاح د علماوو په وسیله ترسره کېږي.»
دا ټینګار د طالبانو د مشر لپاره، چې د دې ډلې په جوړښت کې د «امیرالمؤمنین» لقب لري او د دې ډلې غړي یې «شیخالحدیث» بولي، د خپل مقام په پیاوړتیا کې هم مرسته کولای شي.
هغه د طالبانو د سیاسي مشر او مذهبي مرجع په توګه ځای لري او په داسې جوړښت کې د دیني عالمانو پر پیروۍ ټینګار د دې ډلې د رهبرۍ له اطاعت سره تړل کېږي.
خو د طالبانو په حکومت کې د دیني عالمانو رسمي فعالیت د حج او اوقافو وزارت د جواز ترلاسه کولو او د دغه وزارت د لارښوونو او د واکمنو سیاستونو د پیروۍ پورې تړلی دی.
په دې چوکاټ کې هغه دیني عالمان، چې د فعالیت جواز نه لري یا د طالبانو له سیاستونو او ایډیالوژۍ سره همغږي نه دي، د دې ډلې له رسمي تأیید شوي جوړښت څخه بهر پاتې کېږي او د «غیررسمي» عالمانو په نوم یادېږي.
په دې توګه، د طالبانو د مشر له خوا د علماوو پر مقام ټینګار په داسې شرایطو کې کېږي، چې د هغوی د فعالیت امکان او رسمي پېژندنه د دې ډلې د حکومت له خوا د ټاکل شوي چوکاټ منلو پورې تړلې ده.
دا وضعیت له سیاسي واک څخه د دیني مرجعیت خپلواکي او د طالبانو د رسمي تفسیر پر خلاف د نظرونو د څرګندولو امکان له پوښتنو سره مخ کوي.
له دنیوي مقامونو څخه د ډډې کولو سپارښتنه
د طالبانو مشر د کندهار د جهادي مدرسې له زدهکوونکو غوښتي، چې د دیني علومو د زدهکړې پر مهال د دنیوي موخو او مقامونو په لټه کې نه شي.
د هغه د وینا په متن کې راغلي دي: «دنیوي مقامونه په خپل ذهن کې مه راولئ؛ اوس د ازموینې وخت دی، نو ډېر احتیاط وکړئ.»
دا سپارښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان او پاکستان دیني مدرسې د جمهوریت د نظام پر مهال د طالبانو د جنګیالیو د جذب له سرچینو څخه وې.
دې ډلې یو شمېر زدهکوونکي له ایډیالوژیکو زدهکړو او هغو روزنو وروسته، چې دوی یې «جهادي» بولي، د افغانستان د پخواني حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جګړې ته هڅول.
د دغو زدهکوونکو یوه برخه د طالبانو د جنګیالیو لیکو ته ورګډه شوه او یو شمېر نور د ځانمرګو بریدونو لپاره جذب شول. د هغوی یو شمېر د دې ډلې د موخو د پرمخ وړلو لپاره په جګړو او ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول.
په دغو دوو وروستیو متنونو کې هم دیني زدهکړې، پوځي فعالیتونه او د طالبانو له جوړښت څخه اطاعت څنګ په څنګ راغلي دي. له زدهکوونکو غوښتل شوي، چې د دیني علومو زدهکړه «جهاد» وګڼي او له پوځي ځواکونو غوښتل شوي، چې د عبادت او د مشرانو د اطاعت تر څنګ خپلې شخصي ګټې د «نظام» لپاره قرباني کړي.
د دغو پیغامونو ګډ محور د مذهبي باور او د طالبانو له واکمن جوړښت سره د وفادارۍ ترمنځ د اړیکې پیاوړتیا بلل کېږي.
د طالبانو د مشر پرلهپسې حضور او ویناوې په البدر قولاردو کې د ځواکونو د روزنې د څارنې، له رهبرۍ سره د هغوی د اړیکو د پیاوړتیا او له هغه سره د وفادارۍ د ساتلو د هڅې په چوکاټ کې ارزول کېدای شي.
د دې ترڅنګ، پر جهاد پرلهپسې ټینګار ښايي د هغو ځواکونو په انګېزو کې د تدریجي بدلون په اړه د اندېښنې څرګندونه هم وي، چې کلونه یې په جګړو کې برخه اخیستې، خو اوس د یوه حکومتي نظام په چوکاټ کې ژوند کوي.
ملا هبتالله په پرلهپسې ډول د جهادي مفاهیمو په یادولو سره هڅه کوي دا ذهنیت ژوندی وساتي او مخه یې ونیسي، چې واک ته رسېدل، د امتیازاتو غوښتنه او د ژوند خوندونه هغه انګېزې کمزورې کړي، چې طالبانو د جګړې پر مهال د هغو پر بنسټ خپل ځواکونه بسیجول.
