سمنګان کې یوه ښځه د خپل مېړه له‌خوا وژل شوې ده

د طالبانو د سمنګان امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل مېړه له‌خوا په لرګي وهل شوې او وژل شوې ده.

د سمنګان د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني ویلي، دغه ښځه نن (یک‌شنبه، د عقرب ۱۰مه) له غرمې وروسته پر سر د لګېدلي ټپ له امله مړه شوې ده.

د رحماني په وینا، د دغې ښځې مېړه د وژنې په تور نیول شوی دی.

هغه د دې پېښې لامل کورنۍ ستونزې بللې او ویلي یې دي چې په دې اړه نورې څېړنې روانې دي.

کورنی تاوتریخوالی چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لویه برخه بلل کېږي، داسې ښکاري چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زیات شوی دی.

طالبانو په داسې حال کې د تاوتریخوالي د قرباني ښځو د ملاتړ بنسټونه لغوه کړي چې د فرمانونو په صادرولو سره یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوې کچې ته اجازه ورکړې ده.

د طالبانو د محکمو په جزایي اصول‌نامه کې کورنی تاوتریخوالی یوازې په هغو مواردو کې جرم ګڼل شوی چې ښځه د هډوکي ماتېدو یا ښکاره ټپونو له امله زیانمنه شوې وي.

دغه ډلې د «زوجینو د تفریق قانون» په وضع کولو سره د ښځو لپاره له تاوتریخوالي ډکې اړیکې څخه جلا کېدل ستونزمن کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته