د امریکا د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې د «لیرجټ ۶۰» ډوله یوې شخصي الوتکې د فلوریډا ایالت په پالمبیچ سیمه کې لوېدلې چې په پایله کې یې ټول نهه سپرلۍ وژل شوې دي.
د دغې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې الوتکې د ټکساس ایالت له آستین-برګستروم نړیوال هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه او د باهاماس پر لور روانه وه.
دغه الوتکه د یکشنبې په ورځ (د عقرب ۱۰مه) د ځايي وخت له مخې د غرمې شاوخوا ۱۲:۵۰ بجې، د فلوریډا په پالمبیچ کې کرېسټهیون ته څېرمه په یوه استوګنیزه سیمه کې لوېدلې ده.
د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي په اېکس کې په یوه پیغام کې دغه پېښه «یوه وېروونکې فاجعه» بللې ده.
هغه ویلي چې د فدرالي هوايي چلند اداره به د امریکا د ترانسپورټ د ملي خوندیتوب له بورډ سره د همکارۍ لپاره یوه ډله سیمې ته ولېږي.
د راپورونو له مخې، پیلوټ تر لوېدو مخکې د هوا د خرابو شرایطو او پر الوتکه د یخ جوړېدو خبر ورکړی و او د لوړې ارتفاع غوښتنه یې کړې وه. هغه همدارنګه له ځمکې سره تر ټکر څو شېبې مخکې د بېړني حالت «مېډې» پیغام استولی و.
د امریکا د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د پېښې د کره لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او تر اوسه د الوتکې د لوېدو وروستی علت نه دی تایید شوی.
