ټرمپ ایران د «سخت ګوزار او نابودۍ» ګواښ کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ایران د سخت ګوزار او نابودۍ ګواښ کړی او ویلي یې دي چې تر اوسه یې له دې هېواد سره نرم چلند کړی، څو د خلکو د وژل کېدو مخه ونیسي.

ټرمپ دغه ګواښوونکې څرګندونې د یک‌شنبې په ورځ (د عقرب ۱۰مه) د امریکا د آیوا ایالت په یوه انتخاباتي غونډه کې وکړې.

هغه وویل: «یوازینی دلیل چې موږ تر اوسه د ایران کار نه دی خلاص کړی، دا دی چې غواړم نرم چلند وکړم. ما هڅه کړې چې د خلکو د وژل کېدو مخه ونیسم.»

ټرمپ زیاته کړه: «خو بالاخره داسې وخت را رسېږي چې اړ کېږو هغوی ته سخت ګوزار ورکړو.»

د امریکا ولسمشر د جګړو پر ژر پای ته رسولو ټینګار وکړ او د دغه هېواد د پخوانیو حکومتونو پر بهرنیو جګړو یې نیوکه وکړه.

هغه وویل: «که زه د افغانستان په جګړه کې وای، ډېر ژر به مې ګټلې وای.»

ټرمپ د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیولو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «د وینزویلا جګړه په یوه ورځ او پرته له دې چې څوک ووژل شي، پای ته ورسېده.»

ټرمپ د ویتنام جګړې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «که زه وای، د ویتنام جګړه مې په یوه اوونۍ کې ګټلی شوه. هغوی کلونه کلونه د هو شي مین ښار ته د تګ پر ځای یوازې ځنګلونه بمبارول.»

خو د هو شي مین ښار، چې پخوا د سایګون په نوم یادېده، د جنوبي ویتنام پلازمېنه وه او د امریکا متحد حکومت پکې واکمن و.

د جګړو د ژر پای ته رسولو په اړه د ټرمپ څرګندونې او د ایران د کار د ختمولو ګواښ په داسې حال کې کېږي چې د هغه مرستیال جي‌ډي ونس وايي، د قطر د منځګړو له لارې د تهران او واشنګټن ترمنځ نوې خبرې روانې دي.

نوی برید به بشپړ لېونتوب وي

د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي محمد البرادعي د امریکا له‌خوا پر ایران د یوه نوي برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې «بشپړ لېونتوب» بللی دی.

البرادعي پرون پر اېکس لیکلي چې «د امریکا له‌خوا پر ایران هر ډول نوی پوځي برید به د بشپړ لېونتوب یو اقدام وي».

هغه اندېښنه ښودلې چې نوې جګړه به یوازې د لا ډېر تاوتریخوالي او ویجاړۍ لامل شي او سیمه به یې دروند قیمت پرې کړي.

د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي له ټرمپ غوښتي چې خپل دریځ کنټرول کړي او ویلي یې دي: «له ټولو هغو کسانو چې پر دې بې‌پروا سړي نفوذ لري، غوښتنه کوم چې خپله ټوله هڅه وکړي څو هغه له داسې اقدام څخه راوګرځوي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته