د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښاري اوسېدنې د اخلاقو زوال

له پل سوخته تر برچي پورې څه تېرېږي؟

راپور چمتو کوونکی: حمید نعمان

په کابل کې ژوند په دې وروستیو کې داسې شوی، لکه د ښاریانو ترمنځ چې هېڅ ډول اړیکه نه وي پاتې شوې او دا وضعیت د خلکو په ورځني تګ راتګ کې احساسېږي. د اوونۍ په اوږدو کې څو ځله اړ کېږم چې له پل سوخته څخه تر برچي پورې په لېني مرسډېز موټرو کې تګ راتګ وکړم؛ دا شاوخوا اته کیلومتره لاره ده چې د کابل د ګڼ‌مېشتو سیمو په څېر د ورځې په ځانګړو ساعتونو کې له سختې ګڼې ګوڼې سره مخ وي او د ښاریانو تګ راتګ ستونزمنوي. خو هغه څه چې دا لاره د ښار له نورو سیمو بېلوي، یوازې ګڼه ګوڼه نه ده، بلکې د ځینو کاستر او مرسډېز موټرو د چلوونکو او کلینرانو چلند له مسافرو سره دی.

د شنبې په ماسپښین (۱۶ عقرب) د دشت برچي په سیمه کې د کاتب روغتون ته د تګ په موخه له خپل کاري ځایه روان شوم. زما د یوه ملګري پلار په روغتون کې وینې ته اړتیا لرله او ما باید هر څومره ژر چې کېدای شي، ځان هلته رسولی وای. لا د ماښام پنځه بجې نه وې شوې چې پل سوخته ته ورسېدم. کله چې ورسېدم، له ګڼ شمېر غوسه‌ناکو خلکو سره مخ شوم چې د موټر موندلو لپاره سرګردانه وو. له سلو څخه ډېر کسان د نقلیه وسایطو په تمه ولاړ وو؛ د هغوی په منځ کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم لیدل کېدل. هر مرسډېز یا کاستر چې تم‌ځای ته رسېده، په څو ثانیو کې به له ځوانو مسافرو او هغو کسانو ډک شو چې د منډې وهلو او چټکتیا توان یې درلود.

زه هم د خلکو په منځ کې، له لسګونو نورو کسانو، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، سره په یوه نا غوښتل شوې سیالۍ کې په بیړه ځان یوه مرسډېز ته ورساوه او سپور شوم. موټر په چټکۍ ډک شو او حرکت یې وکړ. خو کله چې د مهتاب‌قلعې تم‌ځای ته ورسېدو، موټرچلوونکي ناڅاپه ټولو ته د ښکته کېدو امر وکړ. حیران پاتې شوو، ځکه زموږ تر موخې لا اووه تم‌ځایونه پاتې وو.

موټرچلوونکي او کلینر په امر کوونکي او زورواکي انداز وویل چې له پیله یې دا ژمنه نه وه کړې چې مسافر به تر «قلعه‌نو» پورې ورسوي. ما ځان ورټینګ کړ او اعتراض مې وکړ. ومې ویل: «لږ درناوی وکړئ. اړتیا نشته چې په زور او توندۍ خبرې وکړئ.» ظاهري بڼه مې لږه منظمه وه او په لاس کې مې کتابچه نیولې وه. موټرچلوونکي ماته مخ راواړاوه او په ځواب کې یې وویل: «درناوی د درس ویونکو هلکانو حق دی. اشرف غني هم درس ویلی و، خو په پای کې یې وطن وپلوره.»

د دې ځواب په اورېدو د یوې شېبې لپاره حیران پاتې شوم او دا راته یوه درنه پېغورنه وه. خبره نه د کرایې وه او نه د منزل. زه له داسې چلند سره مخ وم چې په هغه کې ان د درناوي یوه ساده غوښتنه هم په سپکاوي ځوابېده. په پای کې ټول مسافر اړ شول چې ښکته شي. د دې لارې کرایه ۱۰ افغانۍ ده. یوه مسافر وویل: «د ۱۰ افغانیو لپاره خو جګړه هم نه کېږي.» هېچا د بحث د دوام توان او حوصله نه درلوده. موټرچلوونکي وروسته له هغه چې موږ یې ښکته کړو، زموږ په څو قدمۍ کې یې نوي مسافر پورته کړل او هغوی ته یې وویل چې تر پل خشک تم‌ځای پورې مسافر وړي، نه تر وروستي تم‌ځای پورې. ښايي کله چې پل خشک ته ورسېږي، بیا نوي مسافر واخلي او تر وروستي تم‌ځای پورې یې ورسوي. په همدې توګه، هغه له یوې لارې درې ځله پیسې اخلي.

په پای کې، ځکه چې ډېر وخت مې له لاسه ورکړی و، زه او څو نور مسافر اړ شوو چې ټکسي ونیسو او هر یوه مو ۵۰ افغانۍ کرایه ورکړه. ترافیک هم دروند و او په لاره کې تګ راتګ په ډېرې سستۍ مخته روان و. نږدې د ماښام شپږ نیمې بجې روغتون ته ورسېدم. ملګری مې رانه خپه و. هغه څو ځله زنګونه راوهلي وو، خو ما یې ټیلیفون ته ځواب نه و ویلی. په دې ټوله موده کې زه د موټر له پېښې او خپل منزل ته د رسېدو لپاره د بلې وسیلې په پیدا کولو دومره بوخت وم چې ان د خپل ټیلیفون د زنګونو غږ مې هم نه و اورېدلی.

په وېره کې تګ راتګ

په کابل ښار کې ژوند په دې ورځو کې همداسې حالت لري. داسې ښکاري چې انساني اړیکې په ژوره توګه شلېدلې دي او هر څوک هڅه کوي په هره بیه چې وي، خپل ځان له ستونزو وباسي او همدردي او مهرباني له دې ښاره کډه کړې ده. په راتلونکو شپو کې هم څو ځله د پل سوخته په لاره کې له هماغې صحنې سره مخ شوم. دا ځل مې پرېکړه کړې وه چې د دې وضعیت له څنګ څخه د تېرېدو پر ځای، د هغو خلکو خبرو ته کېنم چې هره ورځ له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.

رضا ۱۵ کلن دی. هغه د ښوونځي زده‌کوونکی دی او د ماسپښین له خوا په کوټه‌سنګي کې په یوه خیاطۍ کې شاګردي کوي. د پل سوخته او برچي ترمنځ ورځنی تګ راتګ د هغه لپاره په یوې تکراري او ستونزمنې تجربې بدل شوی دی. رضا نه شي کولای د پل سوخته په ګڼه ګوڼه کې له ځوانو او غښتلو نارینه‌وو سره د موټر ته د پورته کېدو سیالي وکړي. له همدې امله، ډېری وخت اړ کېږي چې پلی او د سړک له غاړې د برچي پر لور حرکت وکړي. معمولاً هغه وخت د موټر په پیدا کولو بریالی کېږي چې لږ تر لږه درې تم‌ځایونه یې پلی وهلي وي او هوا هم د شپې په تیاره کې ډوبه شوې وي.

هغه د خپلو شپو د تجربو په اړه وايي: «ځینې شپې موټرچلوونکي پخواني مسافر په زور ښکته کوي او بیا نوي مسافر پورته کوي. زه هم نوی مسافر یم. زموږ کور په ټانک‌تیل کې دی. ځینې شپې مې پلار د کوڅې تر سر پورې زما هرکلي ته راځي، څو په لاره کې له غلو سره مخ نه شم.»

ښځې د دې وضعیت تر ټولو سترې قربانیانې دي. هغوی د کار فرصت، د موټر د اخیستلو توان او د موټر چلولو د جواز ترلاسه کولو امکان نه لري او له همدې امله، په ډېرو مواردو کې اړ کېږي چې د تګ راتګ لپاره له همدې موټرو څخه کار واخلي. هغه موټر چې سپرېدل یې یوه وېروونکې تجربه ده. ظریفه په پل سرخ کې د خدماتو په یوه دفتر کې کار کوي. هغه وايي چې د برچي په لاره کې ورځنی تګ راتګ د طالبانو د واکمنۍ په څلورو کلونو کې د هغې تر ټولو ترخه تجربه ده. ظریفه د هغې وېرې او اندېښنې په اړه خبرې کوي چې هره شپه کور ته د ستنېدو پر مهال ورسره مخ کېږي: «له تګ راتګ څخه وېرېږم. موټر نه پیدا کېږي او زما اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی. له یوې خوا طالبان هم پوښتنه کوي چې چېرته ځې. ځینې شپې هوا تیاره شي او د هغوی پوځي رېنجر موټرونه مې ودروي او پوښتنه کوي چې څه کار کوې. حیرانه پاتې شم چې څه ووایم. ځینې شپې خپل ماشوم ته زنګ وهم چې زما لارې ته راشي.»

ظریفه د دې وضعیت پړه پر طالبانو اچوي او وايي چې د هغوی له واک ته رسېدو وروسته، بېوزلي او لوږه هر ځای خپره شوې ده. هغه د موټرچلوونکو چلند هم د همدې اقتصادي وضعیت پایله بولي؛ «له کله چې دوی راغلي دي، هر ځای لوږه خپره شوې ده. همدا موټرچلوونکي هم د لوږې له امله دا ډول کارونه کوي.»

په ټولنیزو شبکو کې اعتراضونه

د دې وضعیت په اړه شکایتونه ټولنیزو شبکو ته هم رسېدلي دي او کاروونکي د خپلو ورځنیو تجربو په ترخو روایتونو سره، په دې لاره کې د بې‌نظمۍ او د اخلاقو د زوال په اړه خپله غوسه څرګندوي. محمدامین علي‌زاده، د ټولنیزو شبکو یو له کاروونکو څخه، په یوه تنده لیکنه کې د دشت برچي سیمه «د ځمکې یوازینۍ هغه نقطه» بللې چې د موټرو د لارښوونې لوحې یې دروغ وايي. د هغه د روایت له مخې، هغه موټرونه چې د مخ پر برخه یې د «پل سوخته ـ چهارراهي شهدا» لاره لیکل شوې وي، یوازې د سهار له خوا پر خپلې دې ژمنې ولاړ وي؛ خو د ماسپښین له درېیو او څلورو بجو وروسته، یوه لاره پر دریو برخو (پل سوخته تر ګولایي، ګولایي تر پل خشک او پل خشک تر چهارراهي شهدا) وېشي. هغه د موټرچلوونکو او کلینرانو د سپکوونکي چلند په اړه لیکلي چې د مسافرو د کوچني اعتراض په وړاندې هم په ناوړه الفاظو، کنځلو او ښکنځلو ځواب ورکوي. علي‌زاده دا وضعیت په ټولنه کې د خواخوږۍ او انساني اخلاقو د ظرفیت د کمېدو نښه بللې او خصوصي سکټور ته یې د عامه خدمتونو د بې‌ضابطې سپارلو په اړه نیوکه کړې ده.

له بلې خوا، ځینې کاروونکي د دې کړکېچ ریښې د موټرچلوونکو له انفرادي چلند څخه ژورې بولي. حکیم احمدي، یو بل کاروونکی، په دې باور دی چې اصلي ستونزه «د څارنې نشتوالی، د قانون ماتول او د ښاري اوسېدنې د فرهنګ کمزورتیا» ده. هغه ټینګار کوي چې خصوصي سکټور ته د اغېزمنې څارنې پرته د عامه خدمتونو سپارل د دې لامل کېږي چې شخصي ګټې د خدمتونو له وړاندې کولو څخه لومړیتوب پیدا کړي. احمدي په پای کې یادونه کوي چې مسافر د هغو پیسو په بدل کې چې ورکوي، حق لري له سمو خدمتونو او درناوي ډک چلند څخه برخمن شي او هېڅوک حق نه لري چې د ترافیکي ګڼې ګوڼې، شلوغۍ یا اقتصادي ستونزو په پلمه د نورو انساني کرامت تر پښو لاندې کړي.

خلک د موټرچلوونکو له لاسه تر پوزې راغلي دي

د دشت برچي اوسېدونکي د دې لارې موټرچلوونکي په داسې نومونو لکه «بد اخلاقه»، «ناوړه ګټه اخیستونکي»، «زورواکي» او «جګړه‌مار» یادوي. د دشت برچي لاره شاوخوا لس تم‌ځایونه لري چې له پل سوخته پیلېږي او په ترتیب سره له قلعه ناظر، مدرسې، مهتاب‌قلعې، اونچي، دولتي ټانک‌تیل، برچي سنټر، نانوایي، پل خشک او قلعه‌نو څخه تېرېږي او په چهارراهي شهدا پای ته رسېږي.

د دې لارې ځینې موټرچلوونکي له سهاره مسافر یوازې تر دولتي ټانک‌تیل پورې وړي او بیا یې په زور له موټره ښکته کوي. د ماسپښین په ساعتونو کې هم مسافر تر مهتاب‌قلعې رسوي او هلته یې ښکته کوي. له هغه وروسته نوي مسافر پورته کوي او هغه کرایه چې باید د یوې لارې په بدل کې یې ترلاسه کړي، د مسافرو په څو ځله بدلولو سره ترلاسه کوي.

هغه څه چې تر ټولو ډېر مسافر غوسه کوي، د موټرچلوونکو له خوا د هغوی وضعیت او اړتیاوو ته نه پاملرنه ده. مسافر وايي چې له هغوی سره په چلند کې نه د مهربانۍ نښه لیدل کېږي او نه د هغوی د تګ راتګ د ستونزو درک. برعکس، ځینې موټرچلوونکي له خپل موقعیت څخه ناوړه ګټه اخلي او له مسافرو سره په زور او امر کوونکي انداز چلند کوي. د دې چلندونو په وړاندې مسافر غوسه‌ناک او بې‌وسه پاتې کېږي او نه پوهېږي چې د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره له لاسه یې څه کېدای شي.

طالبانو څه وکړل؟

د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي سیمه د افغانستان له تر ټولو ګڼ‌مېشتو سیمو څخه ده. اوس مهال په دې سیمه کې ټکسي، ښاري بسونه او مرسډېز موټرونه فعالیت کوي. خو د دشت برچي او پل سوخته ترمنځ په تېرو کلونو کې د مسافرو د لېږد لپاره د نقلیه وسایطو شمېر کافي نه و او خلک د تګ راتګ لپاره له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د روان کال د ثور په میاشت کې د «تونس» ډوله موټرو او د «شخصي پلېټ» لرونکو موټرو تګ راتګ ودراوه. د تونس موټرو چلوونکو له کلونو راهیسې په عمومي سړکونو او د دشت برچي په فرعي لارو کې خلکو ته ترانسپورټي خدمتونه وړاندې کول. د دغو موټرو د فعالیت په درولو سره، په دې لاره کې د فعالو نقلیه وسایطو شمېر کم شو او د خلکو د تګ راتګ انتخابونه محدود شول. په داسې وضعیت کې پاتې موټرونه له ډېرو مسافرو سره مخ شول او ځینې موټرچلوونکي د وسایطو له کمښت او د مسافرو د لېږد لپاره د نورو انتخابونو له نشتوالي څخه ناوړه ګټه اخلي.

د دشت برچي او پل سوخته ترمنځ لاره د کابل له تر ټولو ګڼې ګوڼې لرونکو لارو څخه ده. هره ورځ زرګونه کسان د کار ځای، پوهنتون او بازار ته د تګ لپاره له دې لارې استفاده کوي. د دومره زیات تګ راتګ سربېره، په دې لاره کې د عامه ترانسپورټ سیستم لا هم د خلکو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلای. د تونس موټرو د فعالیت له درولو وروسته، ډېری تګ راتګ په ټکسي، ښاري بسونو او مرسډېز موټرو ترسره کېږي؛ خو د مسافرو او موټرچلوونکو په وینا، دغو وسایطو نه دي توانېدلي چې رامنځته شوی کمښت جبران کړي. د تونس موټرو د فعالیت له درولو مخکې، شاوخوا ۱۲۰۰ دا ډول موټرونه د دشت برچي په لارو کې فعالیت درلود.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته