کونړ کې ځايي خلک او د طالبانو د پوهنې ریاست سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې نږدي ۵۰۰ ښوونځي فعال دي، چې له ډلې یې شاوخوا ۲۹۰ ښوونځي ودانۍ او سرپناه نه لري.
سیمهییز خلک وايي، د ښوونځیو د ودانیو او سرپناه نشتوالي له امله زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي. د دوی په وینا، د باد، باران او توپان پر مهال یې درسي بهیر ټکنی کېږي او له خنډ او ځنډ سره مخ وي.
د کونړ اوسېدونکي نیوکه کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دې ډلې د خپل حکومت د دفاع په موخه فکري او جهادي مدرسو ته پاملرنه زیاته کړې؛ خو د دولتي ښوونځیو د پیاوړتیا په برخه کې یوازې خپلې پخوانۍ ژمنې تازه کوي او عملي اقدامات یې نه تر سترګو کېږي.
۱۶ کلن عثمان، چې د کونړ د وټهپور ولسوالۍ د ګمبیر سیمې د ګمبیر عالي لېسې زدهکوونکی دی، وايي، د ودانۍ او سرپناه د نشتوالي له امله یې په ډېرو سختیو خپلې زدهکړې تر نهم ټولګي رسولې دي، څو راتلونکی یې روښانه شي او خپلو لوړو هیلو ته ورسېږي.
هغه وايي، د ښوونځي د ودانۍ او سرپناه نشتوالي یې د خپلو هیلو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي دي. د هغه په وینا، که د طالبانو حکومت په دې برخه کې عملي ګامونه پورته نه کړي، د ده په څېر به د سلګونو ځوانانو هیلې هم له منځه ولاړې شي او ښايي د خپلو موخو پر ځای له تیاره راتلونکي سره مخ شي.
عثمان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زموږ د لېسې د سرپناه لپاره ودانۍ نشته، تر شنه اسمان لاندې د ونو سیوري ته کېنو. یو څو خېمې یې لګولې دي، چې هغه هم ډېرې کمې دي او بسنه نه کوي. د باد او باران پر مهال مو ښوونځی رخصت او درسي بهیر مو ټکنی وي. ما په ډېرو سختیو خپلې زدهکړې تر نهم ټولګي رسولې، څو په راتلونکي کې خپلو موخو ته په رسېدو ښه ژوند ولرم؛ خو د سرپناه د نشتوالي له امله مو درسونه ان نیمایي ته هم نه رسېږي. که حکومت د دې ستونزې د حل لپاره اقدامات ونه کړي، نو زما او زما په څېر د دې سیمې سلګونه ځوانان به خپلو هیلو ته له رسېدو پاتې شي.»

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ د کلایګل درې د منځني ښوونځي زدهکوونکي هم شکایت کوي، چې د ښوونځي د ودانۍ نشتوالي له امله په اوړي کې ګرمي او په ژمي کې سخته یخني د زدهکړو پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کوي.
د دوی په وینا، د باد، باران او توپان پر مهال یې ښوونځی رخصتېږي او درسي بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي. زدهکوونکي وايي، د درسي کال تر پای ته رسېدو پورې یې د مضمونونو نږدې نیمایي برخه له تدریسه پاتې وي او اندېښنه لري، چې دا ستونزه به یې د لوړو زدهکړو او خپلو ټاکلو موخو ته د رسېدو پر وړاندې لوی خنډ شي.
د کلایګل درې د منځني ښوونځي زدهکوونکي فواد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زموږ ښوونځی نه ودانۍ لري او نه هم پوره او مناسبې خېمې. زموږ د څو ټولګیو زدهکوونکي تر خېمو لاندې زدهکړې کوي او ډېری نور یې د ونو تر سیوري لاندې ناست وي؛ خو دا زدهکړې په نشت حساب دي، ځکه زیاتره ټولګي تر شنه اسمان لاندې درس وايي. د بېلابېلو ټولګیو د زدهکوونکو د شور او چیغو له امله سم درس نه شو ویلای. همداراز، د باد او باران پر مهال مو ټول ټولګي رخصت وي، چې له امله یې هر کال د درسي مضمونونو نږدې نیمایي برخه پاتې کېږي.»

کونړ کې ښوونکي هم د زدهکوونکو شکایتونه او ستونزې تاییدوي. د دوی په وینا، د سرپناه نشتوالي نه یوازې د زدهکوونکو درسي بهیر له ننګونو سره مخ کړی، بلکې په ازاده فضا کې د بېلابېلو ټولګیو شور او چیغې یې له رواني پلوه هم اغېزمن کړي دي.
ښوونکي وايي، د ښوونځیو د ودانیو نشتوالي له امله یې تدریسي بهیر ټکنی دی او همدا لامل شوی، چې د ګمبیر سیمې ډېری ماشومان او تنکي ځوانان له زدهکړو زړهتوري او نالوستي پاتې شي.
د ګمبیر لېسې یوه ښوونکي محمد عامر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زموږ لېسه سرپناه نه لري او زدهکوونکو ته مو تر شنه اسمان لاندې تدریس کېږي. د اوړي په موسم کې یوه چاره کېږي او زدهکوونکي مو د ونو سیوري ته کېني؛ خو د ورښت، باد او ژمي د سختې یخنۍ پر مهال یې هېڅ مخنیوی نه شو کولای اړ کېږو چې ښوونځی رخصت او زدهکوونکي خپلو کورونو ته ولېږو، چې له امله یې کال په کال د نالوستو ځوانانو شمېر زیاتېږي.»
بل لور ته، د کونړ یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي، چې واک ته د دې ډلې له رسېدو سره نه یوازې د ښوونځیو د پیاوړتیا لپاره کار نه دی شوی، بلکې له عصري زدهکړو یې هم مخ اړولی او د خپل فکر د پاللو او افراطي نظریاتو د پیاوړتیا په موخه یې د مدرسو پر مالي ملاتړ، سرپناه او نورو اسانتیاوو برابرولو تمرکز کړی دی.
دوی وايي، زدهکړه د هر انسان حق دی او واکمن نظامونه مسوولیت لري، چې خپلو وګړو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال او اسانتیاوې برابرې او د پوهنې د پرمختګ لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
د کونړ په مرکز اسعداباد کې د پوهنې برخې فعال عزتالله زهیر (مستعار نوم) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «په تېرو شلو کلونو کې جمهوري حکومتونو هم کونړ کې د پوهنې برخې ته چندان پاملرنه نه ده کړې.
له بلې خوا، د طالبانو د ناامنیو له امله ښوونځیو ته ودانۍ نه جوړېدې او ان په ډېرو لرې پرتو سیمو کې طالب وسلهوالو له ښوونځیو د جګړې سنګرونه جوړول. د کونړ په مرکز اسعداباد او ټولو لرې پرتو ولسوالیو کې تر نیمایي ډېر دولتي ښوونځي ودانۍ او سرپناه نه لري، چې دې چارې په دغه ولایت کې د پوهنې برخه اغېزمنه کړې ده.»

کونړ کې یو شمېر مدني فعالان هم نیوکه کوي، چې د طالبانو مسوولین له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهیسې د ښوونځیو د سرپناه د ستونزې د حل لپاره خپلې ژمنې تازه کوي؛ خو په عملي برخه کې یې هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
مدني فعالان زیاتوي، چې د تېرو اوږدو کلونو جګړو او د طالبانو د حکومت پر مهال په کونړ کې د پوهنې برخه له پامه غورځول شوې ده. دوی ټینګار کوي، چې د طالبانو اړوندې ادارې باید په دغه ولایت کې د ښوونځیو زیانمنې ودانۍ ورغوي او بېسرپناه ښوونځیو ته نوې او عصري ودانۍ جوړې کړي.
دوی وايي، د جمهوري حکومت پر مهال د «اقراء» برنامې له لارې په کونړ کې د ۲۰۰ ښوونځیو لپاره د نویو او عصري ودانیو جوړولو پروژه منظور شوې وه؛ خو تر اوسه یې یوه خښته هم پر بله نه ده اېښودل شوې.
دغه مدني فعال، چې د امنیتي دلایلو له امله نه غواړي هویت یې څرګند شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د محمد اشرف غني د حکومت پر مهال د «اقراء» برنامې له لارې د کونړ د ۲۰۰ ښوونځیو لپاره د نویو او عصري ودانیو جوړولو پروژه منظوره شوې وه؛ خو تر اوسه یې عملي چارې نه دي پیل شوې. کونړ د هېواد له غرنیو ولایتونو څخه دی او جدي اړتیا ده، چې په هره سیمه او دره کې یې خلکو ته د زدهکړو مناسب فرصتونه او اسانتیاوې برابرې شي.»
د کونړ ځايي اوسېدونکي وايي، د ښوونځیو د ودانیو او سرپناه نشتوالی د نوي نسل ژوند له ننګونو سره مخ کولای شي. دوی د طالبانو له حکومت غواړي، چې د خپلو ژمنو د تکرار پر ځای د دې ستونزې د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.
ځايي خلک طالبان د مدرسو او ښوونځیو ترمنځ په دوهګوني چلند تورنوي او زیاتوي، چې واکمنې ډلې عصري زدهکړې شاته غورځولې او ټول تمرکز یې د مدرسو پر ملاتړ او پیاوړتیا دی.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی نعمتالله میاخېل (مستعار نوم) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د ښوونځیو لپاره د معیاري ودانیو او سرپناه نشتوالی، د ښوونکو کمښت او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي، چې د پوهنې بهیر اغېزمنوي. طالبانو واک ته له رسېدو سره سم په ټول هېواد کې د نویو مدرسو جوړولو، مالي ملاتړ او د افراطیت د پیاوړتیا په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړې؛ خو د معارف برخه، چې د یوه هېواد د ملا تیر بلل کېږي، له پامه غورځولې ده. زموږ غوښتنه دا ده، چې د معارف په برخه کې کونړ ولایت ته ډېره پاملرنه وشي او شته ستونزې یې حل شي.»
کونړ کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین هم په دغه ولایت کې د دولتي ښوونځیو د ودانیو او سرپناه نشتوالي ستونزه مني؛ خو وايي، چې دا ستونزه یې د پوهنې وزارت له مقام سره شریکه کړې ده.
د طالبانو د پوهنې ادارې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې نږدې ۵۰۰ دولتي ښوونځي فعال دي، چې له ډلې یې څه باندې ۲۹۰ ښوونځي سرپناه نه لري او د باد او باران پر مهال یې درسي بهیر ټکنی کېږي او ښوونځي رخصتېږي.
د کونړ د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس محبالله حیدري وايي: «کونړ کې ټولټال ۴۹۴ دولتي ښوونځي فعال دي، چې له دې ډلې ۲۹۰ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې د باد او باران پر مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. له بېتعمیره ښوونځیو څخه مو ۲۰ هغه په کرایي ودانیو کې فعال کړي، ځینو ته د سیمې خلکو خپل کورونه په لنډمهالي ډول ورکړي دي. د ځینو ښوونځیو زدهکوونکي په جوماتونو او خېمو کې زدهکړې کوي او ډېر نور یې تر شنه اسمان لاندې دي.»
د کونړ لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس په دغه ولایت کې ۴۹۴ دولتي او ۲۰ خصوصي ښوونځي فعالیت لري، چې ۱۱۰ یې لېسې دي دغه راز، په ولایت کې ۳۶ دولتي او اته خصوصي دیني مدرسې هم فعالې دي.
د کونړ خلک داسې مهال د ښوونځیو د ودانیو او سرپناه د نشتوالي له امله شکایت کوي، چې د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې په ۳۱مه، د شپې شاوخوا دولسو بجو یوې زورورې او خونړۍ زلزلې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې د یونیسف په مرسته جوړ شوي ۵۰۰ سیمهییز ټولګي هم ویجاړ کړي وو. د راپور له مخې، دغه ټولګي لا هم په سمه توګه نه دي فعال شوي او له امله یې د لرې پرتو سیمو د زرګونو ماشومانو درسي بهیر ټکنی شوی دی.
