close

نامعلومو کسانو کندهار کې مېړه او مېرمن وژلي

اطلاعات روز: نامعلومو کسانو د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یو ځوان سړی له خپلې میرمنې سره یو ځای لومړی وژلی او وروسته يې دواړه جسدونه سوځولي دي.

کندهار کې ځایي سرچینو ویلي، دا پېښه تېره شپه ناوخته (یکشنبه، ۱۲ د وري) د ډنډ ولسوالۍ په «ده غلامان» کلي کې رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو ځایي پولیس دا پېښه تاييدوي او زیاتوي چې د «عبدالرحمن» په نوم وژل شوی کس په کور کې تر جنجال کولو وروسته له خپلې میرمني سره راوتلی او د خپلو خپلوانو له خوا وژل شوي دي.

طالبانو نه دې ويلي چې د کورني تاوتریخوالي لامل څه و خو وخت ناوخته د کورني تاوتريخوالي له وجې مرګ ژوبلې رامنځ ته کېږي او ډېری وخت يې قربانيانې ښځې وي.