اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، جې د دغه ولایت په دوآب ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن ډوله موټر د چپه کېدو له امله دوه کسه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند ابو الیمان وايي، دغه پېښه نن (دوشنبه ۱۳ دوري) له غرمې وروسته د دوآب ولسوالۍ په «چټکچو» سیمه کې رامنځته شوې.
ابوالیمان زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي او شپږ تنه ټپیان د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدړل شوي، چې د یو تن روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.
هغه د یادې ترافیکي پېښې لامل د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکي بې احتیاطي بللې.
نورستان د هېواد یو له غره ییزو ولایتونو دی، چې سړکونه یې کوچني او خراب دي، چې ډېری مهال په کې مرګونې ترافیکي پېښې را منځته کېږي.