close

په تېرو جګړو کې ويجاړ شوي کورونه او بې سرپناه ارزګانیان

په افغانستان کې د تېرو دوو لسيزو جګړو د ډيرو نورو زيانونو ترڅنګ په زرګونه کورنۍ بي سرپناه او له خپلو سیمو بې ځایه کړې، چې اوس بیرته راګرځیدو سره زیات شمیر دغه کورنۍ سرپناه نه لري او د يو نامعلوم برخليک سره مخ دي.

تېرو جګړو د سویل د نورو ولایتونو ترڅنګ ارزګان کې هم له ډیرو کورنیو سرپناه اخیستې، چې دا مهال د اوسیدو ځای نه لري او د کمرزوي اقتصاد له کبله حیران دي چې څنګه خپل ویجاړ کورونه بیرته د استوګنې لپاره برابر کړي.

غلام نبي چې د ارزګان د هراوود ولسوالۍ اوسيدونکی دی وايي، چې څلور کاله وړاندې یې په کلي کې د طالبانو او د تېر حکومت د ځواکونو ترمنځ سخته جګړه کې د نوموړي د کور په ګډون د ګڼ کلیوالو کورونه ويجاړ او اړ شول چې له خپلو مېنو کډه وکړي.

هغه چې د جګړو دریدو سره خپلې سیمې ته راستون شوی، وایي، د کور یې یوازې نښې پاتې دي نور ټول ویجاړ شوی او اوس د خپلې ۱۵ کسیزې کورنۍ سره تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

نوموړی زیاتوي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د هر مرسته کوونکي بنسټ دروازه ټکولې، خو په خبره یې چې هیچا يې غږ نه دی اوریدلی.

غلام نبي وويل:« تر شنه اسمان لاندې دلته ژوند کوو ناست يو ۱۰ يا ۱۵ ماشومان دلته راسره دي نه يو ژوند شته نه يو ځمکه شته هيڅ شی نشته نه مزدوري شته، د تن په کاليو کې راغلي يو.»

غلام نبي یو له هغو کسانو دی چې په تېرو جګړو کې یې کور ویجاړ او اوس تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي

په دې ولايت کې يو شمير نورې بې سرپناه کورنۍ هم ورته شکایت کوي او وایي، چې په تېرو جګړو کې د خپلو ویجاړ شویو کورونو د جوړیدو وس نه لري.

د ارزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د «خانقه» سیمه چې شاوخوا پنځه کاله د طالبانو او د تېر حکومت د نظامیانو د جګړې مرکز و، خلک یې وایي د جګړو له ویرې یې خپلو کورونه پریښیي وو او اوس چې بیرته راستانه شوي کورونه یې ویجاړ او باغونه یې ټول وچ شوي دي.

د يادې سيمې اوسيدونکی ذبیح الله وايي، چې دوی دومره وس نه لري چې خپل ویجاړ شوي کورونه ورغوي او له موسېساتو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی د کورونو په رغيدو کې دې ورسره مرسته وکړي.

هغه وويل: «د سرپنا نشتون داسې ستړي کړي يو موږ دلته همسايه يو په يوې کلاچه کې اوسيږمه نه ګوزاره کېږي نه ښه ژوند  لرو هيڅ شی هم نه لرو ويريږمه چې مړ به شمه.»

خلک وایي، اقتصاد یې کمزروی او خپل ویجاړ کورونه بیرته نه شي رغولی

په همدې حال کې ارزګان د طبعي پيښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې رياست خبر ورکوي، چې په دې ولايت کې دا مهال تر ۹۰۰۰ پورې هغه کورنۍ سرپناه نه لري چې د تېرو جګړو پر مهال يې کورونه ويجاړ شوي دي.

د ارزګان ولايت د طبعي پيښو پروړاندې د طالبانو د مبارزې رییس عبدالله خالد وايي، چې يادې کورنۍ نه يوازې د سرپناه بلکې خوراکي توکو ته د نه لاسرسي برخه کې هم د ډيرو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زیاتوي، چې د دغه بې سرپناه کورنیو ستونزې ورځ تر بلې په ډیریدو دي او دوی دومره وس نه لري چې له دوی سره مرستې وکړي، خو له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې د یادو کورنیو سره اړینې مرستې ترسره کړي.

د طالبانو دغه مسوول وویل: «د تېرو شپږو کلونو جګړو پر مهال په مرکز او ولسواليو کې د ۷۰۰۰ څخه نيولې تر ۹۲۰۰ کورونه تخريب شوي چې خلک يې د بیا رغيدو توان نه لري، ستاسو څخه مو هېله ده چې د ميډيا له لارې يې نشر کړئ؛ ترڅو په دې برخه کې مرسته وکړي موږ خپله د موسېساتو سره څو ځله دغه موضوع شريکه کړې ده.»

طالبان وایي، د خلکو د کورونو د جوړولو وس نه لري

بلخوا بیا ارزګان کې د طالبانو د اقتصاد رياست مسوولين هم له نړیوالو موسېساتو غوښتنه کوي چې په ولایت کې هغه کورونه جوړ کړي چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي دي.

تېرو جګړو نه یوازې له خلکو کورونه او اقتصاد اخیستی بلکې د ډیرو کورنیو یې سرپرستان هم اخیستي، چې دا مهال یادې کورنۍ د سرپناه نشتون ترڅنګ له سختې بې وزلۍ سره مخ دي او د طالبانو له حکومت د مرستې غوښتنه کوي، خو د طالبانو مسوولین بیا د خپلې ناتوانۍ خبره کوي او په دې برخه کې د موسېساتو پر همکارۍ ټینګار کوي.