close

د جلال اباد ښاروالۍ شپږ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د ښاروالۍ شپږ کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو ریاست له لوري د مالي فساد په تور نیول شوي دي.

په جلال اباد ښاروالۍ کې یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل چې د ښاروالۍ په نيول شويو کارکوونکو کې د جلال اباد ښاروال د دفتر د مسوول او د لومړۍ ناحيې د مدير په ګډون شپږ کسان د طالبانو استخباراتو ریاست تېره ورځ (سې شنبه، ١٤ د وري) د مالي فساد په تور نیولي او اوسمهال بندیان دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست نظر هم ولرو خو له پر له پسې هڅو سره-سره ونه توانېدو چې نظر يې واخلو.

تر دې وړاندې هم د جلال اباد ښاروالۍ یو شمیر کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي او له دندې ګوښه شوي دي.