اطلاعات روز: د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې له پخوا وختونو د يوه پاتې ناچاوده ماین په چادونه کې یو کس وژل شوی دی.
دې ولایت کې د طالبانو ځایي پولیس وایې چې دا چادونه پرون (سېشنبه، ۱۴ د وري) د ارغستان ولسوالۍ اړوند «مغلګیانو» په کلي کې هغه مهال را منځته شوې چې يو کوچي په ځای پر ځای شوي ماين ختلی دی.
وژل شوی کس د کندهار د دامان ولسوالۍ د «خوشاب» کلي اصلي اوسیدونکی و.
تر دې وړاندې هم په کندهار کې د ناچاوده توکو په چاودنه کې خلګو په ځانګړې توګه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بشرپالو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) افغانستان په نړۍ کې يو له هغو هيوادونو څخه ګڼلی چې ډېره زياته ځمکه يې په ناچاوده توکو لړلې ده.