close

له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو دويمه مرحله؛ د بښنې نړيوال سازمان: د څه باندې ۸۰۰ زره کسانو ژوند له خطر سره مخ کېږي

اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان وايي، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د دويمې مرحلې په تړاو د پاکستاني دولت پریکړه د څه باندې ۸۰۰ زره کسانو ژوند په خطر اچوي او هغوی تر روژې وروسته د ځورونې او نيونې له نوې څپې سره مخ کوي.

دې بنسټ په يوه اعلاميه کې چې نن (پنج‌شنبه، ۱۶ د وري) خپره شوې، ويلي، چې د پاکستاني دولت یاده پریکړه د پناه غوښتونکو حقونه، د بشري حقونو نړيوال قوانين او د «نه ایستلو اصل» نقضوي.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې دا پرېکړه په ځانګړې توګه ښځې، نجونې، خبريالان، د بشري حقونو مدافعين، معترضين، هنرمندان او د افغانستان پخواني امنيتي او دولتي چارواکي له خطر سره مخ کوي.

د بښنې په نړيوال سازمان کې د پناه غوښتونکو او کډوالو د حقونو کمپاينر جيمز جينيون ويلي: «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته چې کومه ځورونه، د بشري حقونو جدي نقض او کومه انساني فاجعه د افغان کډوالو د شړلو په صورت کې پېښېږي، دې ته د پاکستاني چارواکو نه پاملرنه زړه بوږنوونکې ده.»

ده زياته کړې چې د پاکستان نوي دولت د کډوالو او پناه غوښتونکو د نه ايستلو په تړاو د نړۍ پرلپسې غوښتنو ته د پاملرنې پر ځای په ناهيلې کوونکې توګه د ايستلو لړۍ تر هغو خلکو هم پراخه کړې چې د افغانستان د تابعيت کارډونه (ای سي سي) لري.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې د پاکستاني حکومت په پریکړه کې لاهم روڼتيا نشته او په «خپلسرې» توګه د هغو اسنادو اعتبار لغوه کوي چې د دې هيواد دولت صادر کړي دي.

دې بنسټ له پاکستاني دولته غوښتي چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د نه ايستلو په تړاو نړيوالو غوښتنو ته له نه پاملرنې دې لاس واخلي.

د بښنې نړيوال سازمان همدا راز له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د شړلو لپاره دې خپله پریکړه فورا لغوه کړي او په خپل هيواد کې دې د کډوالو د ملاتړ لپاره له بشري حقونو سره سم قانون تصويب کړي او د ۱۹۵۱ کال د کنوانسيون غړيتوب او د هغه پروټوکولونو ته دې غاړه کېږدي.

د پاکستان دولت د افغان بې اسناده کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو لپاره د دويمې مرحلې د پېلولو امر کړی او ويلي يې دي چې دا ځل به د افغانستان د تابعيت کارډ لرونکي وګړي هم ايستل کېږي.

ټاکل شوې چې دا پرېکړه د روانې ميلادي مياشتې له ۱۵مې نيټې څخه عملي شي او د کډوالو ايستل پېل شي.

پاکستان د تېر ميلادي کال په دويمه نيمايي کې د بې اسناده افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو لړۍ پېل کړه او د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم تر دې پرېکړې وروسته تر نيم ميليونه زيات کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شول.