close

ننګرهار کې د یو ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یو ځوان جسد موندل شوی دی.

د سیمې اوسیدونکی ذاکرالله وايي، د دغه ځوان جسد تېره شپه (چهارشنبه، ١٥ د وري) ۱۱:۰۰ بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «بهر آباد» سیمه کې ځایي خلکو موندلی او بیا یې طالبانو ته سپارلی دی.

نوموړى وايي، د وژل شوي کس پر بدن له ټپونو معلومیدل چې پر سر ویشتل شوی او بیا یې جسد غورځول شوی دی.

د هغه په خبره تر اوسه روښانه نه ده چې د مړينې انګېزه يې څه ده او ولې وژل شوى دی.

بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د يادونې ده چې په دې وروستیو کې له ننګرهار سربیره د هیواد په نورو ولایتونو کې ورته هدفي وژنې زیاتې شوي دي.