close

طالبانو لوګر کې اووه کسان په درو وهلي

اطلاعات روز: د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې اوو کسانو ته چې په بېلابېلو جرمونو تورن و، د طالبانو د ابتدايه محکمې د پرېکړې له مخې «تعزيري سزا» ورکړل شوې ده.

د لوګر ولايت لپاره د طالبانو له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياده سزا د ځينو طالب چارواکو په حضور کې نن (پنجشنبه، ۱۶ د وري) پلې شوې ده.

خپرې شوې خبرپاڼه کې دا نه دې ويل شوي چې دا اووه کسان څه وخت او په کوم جرم نیول شوي وو او هر يو څو دُرې وهل شوی دی.

له لوګر سره-سره طالبانو طالبانو په کندهار او کابل ولايتونو کې هم د بېلابېلو جرمونو په تور څلور کسان په درو وهلي وو او همدا راز يې د لومړي ځل لپاره په کندهار کې دوه تنه د سياسي فعاليت په تور په ۱۵ کاله بند محکوم کړي دي.