close
PHOTO: RADIO PAKISTAN/FILE

پاکستان يو ځل بيا د پاکستاني طالبانو له تحریک سره خبرې کول رد کړل

اطلاعات روز: پاکستان يو ځل بيا تر هغه وروسته د پاکستاني طالبانو له تحریک یا ټي ټي پي سره خبرې کول رد کړي او له ترهګرو ډلو سره پر جنګېدلو يې ټينګار کړی چې د طالبانو د کورنيو چارو مرستيال وزير محمد نبي عمري د تېرې چهارشنبې په ورځ له پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو غوښتنه کړې وه چې تر خپل منځ مذاکرات وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ نن (پنج شنبه، ۱۶ د وري) د يوې خبري غونډې پر مهال يو ځل بيا د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټي ټي پي) سره خبرې کول رد کړل.

د پاکستان د دولتي رسنۍ راډيو پاکستان د بلوچ له قوله ویلي، چې پاکستان له افغان طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د هغو ترهګرو ډلو او د هغو د مشرانو پر خلاف اقدام وکړي چې په پاکستان کې يې جرمونه کړي او په دې هيواد کې د ترهګريزو کړنو مسوول دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې د هغو ټولو ترهګرو ډلو پر خلاف پر جنګېدلو ټينګار کړی چې پاکستان او د پاکستان – چين د ملګرتيا سمبولونه يې په نښه کړي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د طالبانو د کورنيو چارو مرستيال وزير محمد نبي عمري په خوست کې د يوه ګډ روژه ماتي پر مهال له پاکستاني طالبانو چې ده «وروڼه» بللي وو او پاکستاني حکومت څخه غوښتي وو چې «په خپل منځ کې سره جوړ شئ، مذاکرات وکړئ او روغه جوړه سره وکړئ.»

د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د افغان طالبانو په منځګړيتوب څو پړاوه خبرې بې پايلې ختمې شوې دي.

پاکستانی دولت اوس مهال د دې ډلې د ختمولو لپاره پر جګړې ټينګار کوي او د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان تور پورې کوي چې له دې خاورې يې هيواد ګواښل کېږي.