close
MEAphotogallery / Flickr

کرزي يو ځل بيا په خپل اختريز پيغام کې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستنې غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د هيواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په تړاو په خپل خپاره کړي پيغام کې يو ځل بيا له طالبانو غوښتي چې د نجونو په وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي.

ښاغلي کرزي نن (سې‌شنبه، ۲۱ د وري) پر ايکس په خپل خپاره کړي پيغام کې ويلي: «يو ځل بيا له سرپرست اسلامي حکومت څخه غواړم چې د يوه پرمختللي، خپلواک او پر ځان بسيا افغانستان لپاره دې ژر تر ژره د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې پرانيزي.»

ده همدا راز له طالبانو غوښتي چې کار ته د ښځو ستنېدو ته دې زمينه برابره کړي «تر څو زموږ لوڼې او خوندې خپلو مسلمو حقونو ته لاسرسی ولري او زموږ هيواد له اړتيا او پر شاتګ څخه خلاص شي».

طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي ته له تلو راګرزولې او همدا راز يې د هغوی په وړاندې د پوهنتون دروازې هم تړلې دي.

دې ډلې همدا راز په غير دولتي داخلي او نړيوالو سازمانونو کې د ښځو کار منع کړی او د ښځو پر اړوندو کارونو يې بنديز لګولی دی.

حامد کرزي په خپل اختريز پيغام کې په هيواد کې شته اقتصادي کړکېچ ته په اشارې له سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې خلګو ته دې د کار زمينه برابره کړي.

همدا راز پخواني ولسمشر د اختر په ورځو کې له اړمنو سره د مرستې غوښتنه کړې.

سږ کال کوچنی اختر په داسې مهال کې را رسېږي چې هيوادوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نشي کولای اختر په سمه توګه ولمانځي.