close
Photo: Freepik

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: د طالبانو له لوري د فېسبوک تړل او يا محدودول د اطلاعاتو ازادي زيانمنوي

اطلاعات روز: په نيويارک کې د خبريالانو د خونديتوب ميشتې کميټې په افغانستان کې د فېسبوک د تړلو او يا محدودولو په تړاو د طالبانو د طرحې په تړاو انديښنه ښودلې او له دې ډلې يې غوښتي چې له هغو اقداماتو دې لاس واخلي چې د ازادو اطلاعاتو د جريان مخه نيسي.

په دې وروستيو کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزير نجيب الله حقاني له طلوع نيوز سره په خبرو کې ویلي، چې دې ډلې په افغانستان کې د فېسبوک د محدودولو او يا هم د بشپړ لاسرسي د مخنيوي طرحه وروستۍ کړې ده.

د خبريالانو د خونديتوب کميټې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته خبريالان نيولي، د افغانستان خبري ويبپاڼې يې تړلي او باندنيو رسنيو ته يې لاسرسی محدود کړی دی؛ خو د دې رسنيو فيسبوک پاڼې د لاسرسي وړ دي.

په اسيا کې د خبريالانو د خونديتوب کميټې همغږې کوونکې به لييه يي ويلي: «د فېسبوک د تړلو او يا ورته د لاسرسي د محدودولو لپاره د طالبانو طرحه به په افغانستان کې د اطلاعاتو ازادۍ ته يوه بله ضربه وي.»

د دې په وينا، د فېسبوک په ګډون د ټولنيزو رسنيو پلټفارمونو د افغانستان د رسنيز نزول او مطبوعاتو د ازادۍ د ځپل کېدو له کبله د را پيدا شوې تشې په ډکولو کې مرسته کړې ده.

به ليه يي ويلي، چې د فېسبوک ممنوعيت د طالبانو په وسيله د سانسور بدترکېدل ښیي.

فېسبوک يو له خورا مشهورو ټولنیزو شبکو څخه ده چې په افغانستان کې د خبرونو او اطلاعاتو د خپرېدو په موخه د رسنيو له لوري کارېږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله امجاهد د خبريالانو د خونديتوب کميټې ته ويلي، چې فېسبوک به نه تړل کېږي، خو يو لړ محدوديتونه به پرې لګېږي.