close
Photo: Abdulahad Momand on facebook

فضا ته د انسان د سفر نړیواله ورځ؛ يوناما: پښتو څلورمه ژبه ده چې په فضا کې ويل شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (يوناما) دفتر «فضا ته د انسان د سفر د نړيوالې ورځې» په مناسبت ويلي چې پښتو څلورمه ژبه ده چې په فضا یا تشيال کې ويل شوې ده.

يوناما نن (جمعه، ۲۴ د وري) پر فيسبوک ليکلي چې افغان ستورمزلي عبدالاحد مهمند په ۱۹۸۸ کال کې فضا ته سفر وکړ او له هغه ځايه يې له مور سره اړيکه ونیوه او له هغې سره يې په پښتو خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر ويلي چې په دې توګه پښتو ژبه څلورمه رسمي ژبه شوه چې په فضا کې خبرې په وشوې.

د يوناما د معلوماتو پر بنسټ، عبدالاحد مهمند لومړنی افغان وګړی و چې په ۲۹ کلنۍ کې يې فضا ته سفر وکړ او نهه ورځې په تشيال يا هم فضا کې پاتې شو.

يوناما ويلي چې مهمند فضا ته د سفر پر مهال د افغانستان انځورونه واخيستل او د نجومي فزيک، طبابت او بيولوژۍ په ازموينو کې يې ونډه واخيسته.

د اپريل دوولسمه تشيال ته د لومړني انسان يوري ګاګارين د سفر په مناسبت «تشيال ته د انسان د سفر نړيواله ورځ» نومول شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې دا ورځ د ۲۰۱۱ د اپريل په اوومه ونوموله او د نړيوالې ورځې په توګه يې تصويب کړه.