اطلاعات روز: د ايران په سيستان او بلوچستان کې د ناامنۍ تر زياتېدو وروسته يوه ايراني چارواکي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان او پاکستان د خپلو پولو د امنيت په ساتنه کې په کوتاهۍ تورن کړي دي.
د ايران د مجلس د ملي امنيت د کميسيون او بانديني سياست دويم مشر يعقوب رضازاده د ايران له «حيات» ويبپاڼې سره په خبرو کې طالبان او پاسکتان له جندالله وسلوالې ډلې سره په همکارۍ هم تورن کړي دي.
ده ويلي: «له بده مرغه د دواړو هيوادونو پوله ساتي ځواکونه نه يوازې د خپلو پولو د امنيت په ساتنه کې کمزوري دي بلکې د انقلاب ځيني ضد «کړۍ» د «جندالشیطان» (جندالله) په څېر ترهګرو ډلو سره همکاري هم کوي او ځيني وختونه دا همکاري زموږ په هيواد کې د دې خبيثو اشرارو د نفوذ لامل کېږي.»
د ايران سيستان او بلوچستان له افغانستان او پاکستان سره پوله لري.
دا ولايت د ايراني نظاميانو او پوله ساتو لپاره تر ټولو ناخوندي سيمه ده.
د روانې اونۍ د سېشنبې ورځې په مازيګر په يوه بريد کې د سيستان او بلوچستان په «سیبسوران» سيمه کې پنځه ايراني پوليس ووژل شول.
يوه اونۍ وړاندې هم د «جيش العدل» ډلې وسلوالو په راسک او چابهار ولسواليو کې د ايراني نظاميانو پر مرکزونو بريدونه وکړل چې ۱۶ نظاميان پکې ووژل شول.