اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې د سختو ورښتونو او راوتلو سیلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د ارزګان لپاره د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ريیس عبدالله خالد وايي، چې د پرون ورځې (جمعه، ۲۴ د وري) راهیسې د دې ولایت په مرکز او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د پرلپسې ورښت له کبله راوتلو سیلابونو ۳ ماشومان مړه کړي او ترڅنګ یې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې هم لاندې کړي دي.
نوموړي د مالي زیان په اړه کره معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د مرستو رسولو په موخه سروې پېل شوې.
هغه وویل، چې په دې ولايت کې يو شمير لوی پلونه او د اوبو بندونه هم د سيلابونو له امله ويجاړ شوي دي.
بلخوا ارزګان د بېلابېلو ولسواليو اوسیدونکي په خپلو سيمو کې د سيلابونو له امله د اوښتو زيانونو څخه شکايتونه کوي او غوښتنه کوي چې مرستې دې ورسره وشي.
د سيمې اوسيدونکي زیاتوي، چې د ولسواليو د لارو د تړل کيدو ترڅنک د يو شمير کليو لارې هم د سيلابونو راوتلو له امله تړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې د هېواد په نږدې ټولو ولايتونو کې ورښتونه دوام لري.