close
انځور: د کونړ د پېښو په وړاندې د چمتووالي رياست

کونړ کې د غره ښویدنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکي وایي چې د دې ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د غره ښویدنې له امله د یوه کور چت پرېوتی چې له امله یې یوه مېرمن او یو ماشوم مړه شوي.

کونړ کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست طالب رییس ثابت الله صدیقي وایي چې دا پېښه نن (دوشنبه، ۲۷ د وري) سهار مهال د وټه پور ولسوالۍ په «کرونګ» سیمه کې را منځته شوې.

صدیقي وایي چې د غره ښويدنې په دې پېښې کې زیانمنې کورنۍ ته ګڼ مالي زیانونه هم رسېدلي دي.

نوموړی زیاتوي چې د کونړ په یو شمېر نورو سیمو کې هم ورښتونو او سیلابونو ځایي خلکو ته ګڼ درانه مالي زیانونه اړولي دي.

همدا راز، طالب چارواکو ويلي چې د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې نن هم د چت پرېوتو له امله يوه ۱۲ کلنه ماشومه مړه شوې وه.

په وروستیو کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ورښتونو، سیلابونو او غره ښويېدنو له امله د تګ راتک ګڼې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې او خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.