اطلاعات روز: د افغانستان د ترافيکو عمومي رياست چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي، وايي چې په هيواد کې د اختر د څلور ورځنۍ رخصتۍ پر مهال د ۱۰۲ ترافيکي پېښو له امله ۵۰ تنه مړه شوي او ۱۸۵ نور ژوبل شوي دي.
دې ادارې نن (دوشنبه، ۲۷ د وري) پر ايکس د دې شمېرو په خپرولو سره ويلي چې په مړو شويو کسانو کې ۲۹ نارينه، ۱۳ ماشومان او اته ښځې شاملې دي.
د دې ادارې د اعلاميې پر اساس، په ژوبلو کسانو کې هم ۱۸۸ نارينه، ۳۴ ښځې او ۳۳ ماشومان دي.
د ترافيکو عمومي رياست ويلي چې هرات، غزني او پکتيکا هغه درې ولايتونه دي چې زياتې ترافيکي پېښې پکې شوې دي.
دې رياست زياته کړې چې د اختر د ورځو پر مهال په هرات کې ۱۹، په غزني کې ۱۱ او په پکتيکا کې ۱۰ ترافيکي پېښې شوې دي. د طالبانو د ترافيکو رياست د ترافيکي قوانينو نه رعايت، زيات سرعت او د ماشومانو له لوري موټر چلونه د دې پېښو د را منځ ته کېدو عوامل يادوي.