اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز د «نور» او «بریا» خصوصي ټلويزیونونو پر فعاليت بنديز د رسنيو د قانون خلاف، د فشار راوستلو اقدام او د ازادو رسنيو، د فعاليت محدودول بللي او غندلی يې دی.
د دې دوو رسنيو فعاليت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو د سرغړونو او شکاياتو د څیړنې کميسيون له لوري ځنډېدلی او په کابل کې يې د هغو د دفترونو دروازې تړلې دي.
د طالبانو د رسنيزو سرغړونو او شکاياتو د څیړنې کميسيون يوه غړي ذبيح الله سادات د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ويلي، چې د دواړو رسنيو فعاليت د «رسنيزو اصولو» او «د افغانستان د ملي ګټو د تخلف» په دليل ځنډول شوی دی.
د ده په وينا، کميسيون امر کړی چې تر څو د طالبانو د محکمې له لوري د دې دوو ټلويزیونونو قضيه ارزول کېږي، تر هغو به د دې دوو رسنيو دروازې تړلې وي.
سادات زیاته کړې، چې پر نور ټلويزیون دا تور لګېدلی چې موسيقي يې خپره کړې او د دې رسنيو ښځينه کارمندانو د کار پر مهال ماسک نه دی اغوستی.
همدا راز د ده په وينا، بريا ټلويزیون ته هم له امريکا سره د طالبانو د اړيکو په تړاو د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار د څرګندونو تر خپرولو وروسته خبرداری ورکړل شوی و.
نور ټلويزيون د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي ګوند له لوري حمايه کېږي. بريا ټلويزیون د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره تړلی ټلويزیون دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي، چې د نور او بريا ټلويزیونونو پر فعاليت بنديز او د دې دوو خصوصي رسنيو دروازې تړل د رسنيو د قانون خلاف کار دی او د ازادو رسنيو د فعاليت محدودولو او پر هغو د فشار اچولو اقدام دی.
دې مرکز ویلي، چې رسنيزو سرغړونو او شکاياتو ته د طالبانو د رسيدو کميسيون چې کوم څه د دې دوو رسنيو د سرغړونو په توګه ياد کړي، په حقيقت کې د رسنيو د قانوني حقونو برخه دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز رسنيزو سرغړونو او شکاياتو ته د طالبانو د رسيدو د کميسيون پر جوړښت هم نيوکه کړې چې په دې کميسيون نه يوازې دا چې قانوني جوړښت نه دی رعايت شوی، بلکې د رسنيو قانون ته په پام يې فعاليت هم له پوښتنې سره مخ دی او د طالبانو د حکومت له لوري د خپل رسنيز سياست د پلي کولو لپاره د يوه ابزار په توګه استفاده کېږي.
طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنېدو راهيسې د رسنيو او خبريالانو پر فعاليت پراخ محدوديتونه لګولي دي.
دې ډلې په ځلونو خبريالان نيولي او زنداني کړي دي.