close

کونړ کې د جنازې پرمهال د دېوال غورځېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د جنازې د لمانځه پر مهال د دېوال غورځېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان ټپیان شوي دي.

د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وايي، دغه پېښه نن (چهارشنبه، ۲۹ د وري) ۱۰:۰۰ بجې د چپې درې ولسوالۍ اړوند «بارکنډۍ» سیمه رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې په ټپیانو کې درې کوچني ماشومان هم شامل دي، چې د دېوال لاندې شوي دي.

د د هقان په خبره، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د مړې شوې مېرمنې نږدې خپلوان د جنازې لیدلو لپاره د بلاکونو دېوال ته پورته شوي، چې له امله یې دېوال غورځېدلی دی.

کونړ کې د عامې روغتیا ریاست طالب مرستیال ډاکټر عتیق الله شینواری بیا وايي، چې د پېښې له ځایه ورته د ۱۸ ټپیان ور وړل شوي، چې د دوو ټپیانو حالت نازک او د ښې درملنې په موخه یې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د سختو ورښتونو او غر ښویېدنې له امله کونړ کې څلور کسه مړه او دوه نور ټپیان شوي او سلګونه کورنیو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي دي.