اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې دوه ماشومان اوبو ډوب او مړه کړي دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، تېره ورځ (چهارشنبه، ٥ د غویي) د نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه ماشومان د لوبو پر مهال د اوبو یو «ډنډ» ته غورځیدلي چې له کبله یې دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي، چې ځایي خلکو د څو ساعتونو وروسته د دغه ماشومانو جسدونه له اوبو را ویستلي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.
د روانې اوونۍ په اوږدو کې د ننګرهار په مومندرې، لعلپورې او اچین ولسوالیو کې د ورته پېښو له امله درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا ډول پېښې ډیر کله د ګرمۍ په موسم کې رامنځته کېږي، چې قربانیان یې ماشومان او ځوانان وي.