close
انځور: استول شوی

کونړ او نورستان کې خلک د طبیعي افتونو له امله له ستونزو او د طالبانو له ناغېړۍ شکایت کوي

په هېواد کې له څه باندې یوې اوونۍ دوامدارو ورښتونو له امله د سیلابونو راوتلو، د کورونو د وېجاړېدو او غره ښویېدنو ګڼې پېښې شوي، چې هېوادوالو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.

د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په کونړ او نورستان کې هم ورښتونو، سیلابونو او غره ښویېدنو د لویو او کوچنیو لارو د خرابوالي، د کورونو او کرنیزو ځمکو د تخریب او نورو ستونزو ترڅنګ یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې.

د کونړ او نورستان خلک د طبیعي آفتونو پرمهال نه یوازې دا چې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي، بلکې په دې برخه کې د طالبانو د حکومت له بې پروایۍ هم سر ټکوي.

د کونړ د غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو ځايي خلک وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په دغو ولسوالیو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله دوه ورځې له مرکز اسعد آباد سره نښلوونکې لار تړل شوې وه، چې ولسي خلکو په ډېرو ستونزو خلاصه کړه.

 د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ اوسېدونکی شاه جهان وايي، په دې ولسوالۍ کې د سیلابونو مرګونو څپو شپږ کسان له ځان سره وړي، چې یو تن مړ او پینځه نور د ځايي خلکو له لوري ژغورل شوي، خو نیوکه کوي چې د طالبانو ځایي مسوولینو ته له خبر ورکولو سره سره بیا هم هغوی د ولسي خلکو مرستې ته ځان نه دی رسولی.

شاه جهان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د کوچني اختر له دویمې په غازي آباد ولسوالۍ کې بارانونه شروع دي، چې ډېر قوي قوي سیلابونه راغلل، لارې یې خرابې او بندې کړې، خلک یې ېووړل ځان سره، مونږ د کلي خلک را وغوښتل په سیلاب کې بند کسان مو وویستل، یو کس مړ شو او طالبانو ته مو پر وخت خبر ورکړی و، خو هغوی ځان ونه رساوه او خلک لا نور مشکلاتو سره مخ شول، د خلکو په لسهاوو پټي چې په کې د غنمو فصلونه او باغونه ولاړ وو سیلابونو ېووړل، د خلکو کورونو تخریب شول، خو طالبانو د خلکو کومک ته ځان نه دی رسولی، خلک ډېر په مشکلاتو کې ګېر دي.»

د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ورښتونو له امله د یو کور د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ دوه غړي مړه او کور یې وېجاړ شوی او شکایت کوي، چې طالبانو ورته بېړنۍ مرستې نه دي رسولي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

کونړ مېشتي دغه راز وايي، چې هر کال یې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې سیلابونه له ځانه سره وړي، خو په خبره یې د دوی له دوامدارو شکایتونو او وړاندیزونو سره سره بیا هم د طالبانو سیمه ییزو او ولایتي چارواکو د سیلابونو د خطر مخنیوي لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.

ځايي خلک زیاتوي، چې د سیلابونو او ورښتونو له امله په غازي آباد او ناړۍ ولسوالیو کې لسګونه استوګنیز کورونه هم تخریب شوي، خو طالبانو ورسره د مرستو پر ځای یوازې ژمنې تازه کړي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ قومي مشر محمد نظر ساوجي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «د جمهوریت له وختونو په ناړۍ او غازي آباد کې سیلابونه راځي، زمونږ یې په سلهاوو جریبه زراعتي ځمکه وړې، فصلونه یې را خراب کړي، د اوسېدو کورونه یې راته تخریب کړي، پخواني حکومت کې کارونه ښه وو، بېرته مو کورونه جوړول، خو د طالبانو په دوره کې مو چې یو متر دېوال هم غورځېدلی مونږ نه دی جوړ کړی، ځکه وس یې نه لرو، دوی ته چې مو کله د کومک لپاره شکایت کړی یوازې وعدې یې راکړي، چې کومک به درسره وشي، خو تېرو دوه نیمو کالو راهیسې مونږ د طالبانو زره کومک ونه لیده.»

بل لور ته د نورستان د مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې په دې برخه کې د طالبانو پر کم کارۍ نیوکې لري.

نورستان مېشتي ولسونه وايي، د سیلابونو له امله د لارو د بندښت پر مهال د نورو ستونزو ترڅنګ د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وو، خو په وینا یې طالبانو په دې برخه کې پر وخت اقدامات نه دي کړي.

د نورستان د پارون اوسېدونکی دوست محمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره وویل: « د کونړ ـ نورستان پر لویه لار درانه سیلابونه راغلي وو، څو ځایه غر ښویېدلی وو، خلکو تګ راتګ نه شو کولای، خوراکي شیان پارون کې کم شوي وو، قېمتي هم ډېره شوې وه، خلک خپله خواري شروع کړې وه، چې لار خلاصه کړي، خو د خلکو له وسې پورته خبره وه، ځکه خلکو سره ماشینري نه وه او طالبانو پر وخت ځانونه ونه رسول، طالبان هغه وخت د لارې د پاکولو لپاره راغلل، چې د خلکو مشکلات یو په لس زیات شوي وو، اوس هم دا خطر شته، چې لاره کې غر ښویه شي، یا تیګې وغورځېږي، باید د دې مشکل لپاره طالبان پر وخت متوجه وي، خو داسې نه دي، کله چې په خلکو تېره شي بیا دوی منډه کوي.»

د کونړ ـ نورستان لویه لار چې د نورستان مرکز پارون ته څېرمه د سیلابونو له امله تړل شوې وه. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دغه ولایت له خلکو او کونړ مېشتو سره په یوه نظر دي او وايي، چې دې ولسوالۍ ته غځېدلې لار په څو برخو کې تخریب شوې او د موټرو پر وړاندې د تګ راتګ لار خرابه شوې.

د سیمې خلک وايي، د لارې د خرابوالي له امله خپل ناروغان روغتون ته نه شي رسولی او اندېښنه لري که دغې ستونزې ته پر وخت رسېدنه ونه شي ښايي ګڼ ناروغان د مرګ له خطر سره مخامخ شي.

ولسي خلک له اړوندو نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې په دې بحراني حالت کې دې ولسونو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی اعجاز الحق له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «وایګل ولسوالۍ ته راغلی سړک په څو ځایونو کې سیلاب وړی، د موټر له تګ راتګه وتلی، مریضان شفاخانې ته نه شو وړلی، لاره ډېره خرابه ده، خوراکي شیان په بازار او دوکانونو کې مخ په خلاصېدو دي، خلک له سخت مشکل سره مخ دي، طالبان یوازې د خلکو سیل کوي، د لارې د جوړولو لپاره یې هېڅ قناعت بخش کار نه دی کړی، که دا مشکل حل نه شي، امکان شته، چې ډېر مریضان خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ ته غځېدلی سړک چې د ورښتونو او سیلابونو له امله وېجاړ شوی او د ترافیکو پرمخ تړل شوی او خلک نه شي کولی، چې پر دغې لار په موټرو کې تګ راتګ وکړي. انځور: اطلاعات روز ته ستول شوی

د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ ته غځېدلی سړک چې د ورښتونو او سیلابونو له امله وېجاړ شوی او د ترافیکو پرمخ تړل شوی او خلک نه شي کولی، چې پر دغې لار په موټرو کې تګ راتګ وکړي. انځور: اطلاعات روز ته ستول شوی

موږ هڅه وکړه، چې په کونړ او نورستان کې د طالبانو له ولایتي مسوولینو سره د ځايي خلکو ستونزې او شکایتونه شریک کړو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم هغوی زموږ اړیکه ځواب نه کړه.

خو د وروستیو ورښتو او سیلابونو پرمهال په کونړ او نورستان ولایتونو کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د کونړ ـ نورستان لویې لارې د خلاصون او خلکو سره د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی دی.

د کونړ او نورستان ځايي خلک په داسې حال کې د سیلابونو او ورښتونو پرمهال له ستونزو او د طالبانو له ناغېړۍ سر ټکوي، چې په دغو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله ګڼو کسانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ لسګونه استوګنیز کورونه تخریب شوي، سلګونه څاروي مړه شوي او په سلګونه جریبه ځمکه او کرنیز فصلونه سیلابونو له ځان سره وړي دي.

تېر کال هم د کونړ او نورستان په مرکز او ولسوالیو کې د ورښتونو، سیلابونو، زلزلې او نورو طبیعي آفتونو له امله خلکو ته د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه رسېدلي وو او د خلکو شکایتونه دا دي، چې له پیله تر اوسه ورسره د پام وړ مرستې نه دي شوي.