په پکتیکا ولایت کې روغتیايي مرکزونه لاهم په معیاري ډول روغتیايي حدمتونه نه وړاندې کوي، د ښځینه مسلکي روغتیاپالانو، امکاناتو او په لېرې پرتو سیمو کې په دودیزه بڼه د ولادتونو ترسره کېدل هغه لاملونه دي، چې پر مهال یې ځینې مېندې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د پکتیکا ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، خلک په لېرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته په اسانه لاسرسی نه لري او لاهم په دودیزه بڼه ولادتونه ترسره کېږي چې دا چاره ډېر کله د مېندو او ماشومانو د مړېنې لامل کېږي.
په دغه ولایت کې له روغتیا برخې سره د یوې همکارې موسېسې مسوولین وايي، په خلکو کې د عامه پوهاوي کموالی او روغتیايي سپارښتنو ته نه پاملرنه د مړینې د کچې او خوارځواکۍ د زیاتېدو عمده لاملونه دي، خو دوی زیاتوي چې د یادې ستونزې د مخنیوي لپاره یې هڅه پېل کړې دي.
تروه، وازیخوا، وړممۍ، خوشامند، ګیان، ګومل، برمل او ځینې نورې د پکتیکا ولایت هغه لېرې پرتې ولسوالۍ دي، چې روغتیايي مرکزونه په کې کم او یا هم پر وخت د خلکو لاسرسی ورته ستونزمن دی.
د مرکز ښرنې اوسېدونکی روح الله وفا اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په پکتیکا ولایت کې ښځینه روغتیاپالانې په نشت حساب دي او ملکي روغتون کې هم په معیاري ډول ولادتونه نه ترسره کېږي.
نوموړی د معیاري ښځینه روغتیايي خدمتونو له ټیټ کیفیت شکایت کوي او وايي، که خدمات په ښه ډول ترسره کېدلی، نو د مور او ماشوم د مړینې کچه به د نورو کلونو په پرتله سږ کال ښکته شوې وه، خو هغه د عامې روغتیا له ریاست غوښتنه کوي چې د یادې ستونزې د حل لپاره دې د پکتیکا روغتیايي مرکزونو ته له نورو ولایتونو ښځینه روغتیاپالانې په دندو وګماري.
هغه وویل: «د ولسوالیو او لېرې هغو سیمو چې کلونو کې ورته په صحت برخه کې خدمت نه دی شوی تېر شوی هغه خو ستونزه ستونزه ده، مونږ چې د ښرنې په مرکزي روغتون کې داسې په ټیټ معیار خدمات لرو، نو ته ووایه چې د مور او ماشوم مړینه به نه لوړیږي، مسوولین باید دغه ستونزه جدي ونیسي، که پکتیکا کې ښځې ډاکټرانې نه وي له نورو ولایتونو دې راولي او دلته دې په دندو وګماري.»
په یاد ولایت کې کلتوري ستونزې هم له هغو لاملونو څخه دي، چې د ولادت پرمهال یې د مېندو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د پکتیکا د مرکز اوسېدونکی راز محمد وايي، په ځینو سیمو کې د ولادت پرمهال ښځه روغتون ته وړل د شرم کار بلل کېږي، نو ځکه په دودیزه بڼه یې ولادت ترسره کېږي چې له ډیری داسې کړنو مېندو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی غوښتنه کوي چې روغتیايي مسوولین دې د ملا امامانو پرمټ خلکو ته عامه پوهاوی ورسوي.
راز محمد په دې اړه وویل: «زه داسې ډېرې سیمې پېژنم چې کله یو ماشوم پیدا کېږي او د زېږون پر وخت کې یې ښځه ډاکټر ته یا روغتون ته وړي، نو دا یو لوی شرم بولي او بیا خلک مجبوره کېږي چې په هره طریقه چې وي باید زېږون په کور کې وشي، چې وروسته یا ماشوم مړ وي او یا یې هم مور، نو دا ستونزه هغه وخت حل کېږي چې خلک له دې سرتمبه ګي تېر شي.»
ومو غوښتل چې په دې اړه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی مو پوښتنو ته ځواب رانکړ.
په دغه ولایت کې له روغتیا برخې سره د یوې همکاره موسېسې یو غړي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، چې په مرکز ښرنه کې د ولادت پر مهال د مېندو او ماشومانو مړینه راکمه شوې، خو د نوموړي په وینا چې لېرې پرتو سیمو کې لاهم له دوی سره د ځینو پېښو معلومات شریک کېږي.
څه موده وړاندې د طالبانو د عامې روغتيا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په مرکز او ځينو ولسواليو کې د مور او ماشوم د مړينې مخنيوي او ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ۲۳ نويو روغتيايي مرکزونو د پرانيستلو خبر ورکړی و او زياته کړې يې وه، چې دا مرکزونه د پرمختګ د ادارې يا OHPM موسېسې په مالي ملاتړ په سپينو ساحو کې جوړ شوي.
د ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ چې پکتيکا کې د هرو ۱۰۰ زېږونونو پر مهال له ۱۰ تر ۱۱ ښځې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.