اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ ویلي، وروستیو سیلابونو چې د بغلان د خلکو په ګډون یې په دغه هیواد کې د ګڼو کسانو ژوند اخیستی، د اقلیم د بحران پر وړاندې د افغانستان د زیانمنېدو یادونه کوي.
نوموړي نن (شنبه، ۲۲ د غویي) پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې د طالبانو او کورنیو لوبغاړو لخوا هم سمدستي مرستې او هم اوږد مهاله پلان جوړونې ته اړتیا ده.
له تېرې ورځې راهیسې د بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او غور ولایتونه د ویجاړو او مرګونو سېلابونو شاهدان وو.
تر اوسه په بغلان کې ۵۰ تنه او په تخار کې ۲۰ تنه مړه شوي دي.
خو تر دې دمه په ټول هیواد کې د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو او تلفاتو عمومي شمیرې نه دي خپرې شوي.
د طالبانو حکومت اعلان کړی چې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، خو اړتیا ده چې خلک هم په مرستو رسولو کې ګام پورته کړي.