د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمېر اوسیدونکي وايي، د طالبانو حکومت له لوري پر موسیقي له بندیز وروسته یې د ښادیو او ودونو مراسم پېکه شوي، چې خلک د طالبانو له ډاره په پټه موسیقي غږوي او یا هم خپلې خوښۍ په عادي ډول نمانځي.
د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ اوسیدونکی جمال وایي، ځايي طالب چارواکو خلکو ته په ودونو او د خوښیو په نورو مراسمو کې د موسیقۍ پر نه غږولو امر کړی دی.
نوموړی زیاتوي طالبانو له خلکو په کلکه غوښتي چې دغه موضوع جدي ونیسي او د سرغړونې په صورت کې به زنداني شي.
جمال وویل: «پخوا به د خوښیو په ډیرو عادي مراسمو کې د سندر غاړو مجلسونه جوړیدل او موسیقي به غږول کیده او خلکو به خپله خوښي نمانځله، خو متاسفانه له کله چې طالبان راغلي د ودونو په مراسمو کې خو سندرغاړي څه کوې چې عادي سندرې هم نه شې غږولې، خلک دې حالت خفه کړي ځکه خو د خوښیو مراسم بې خونده شوي او طالبانو له عام ولس شخصي ازادي هم اخیستې او د خوښیو مراسم له موسیقۍ پرته نمانځي.»
نوموړی زیاتوي، طالبان دې د خلکو په شخصي ژوند کې لاسوهنه نه کوي او په کار ده چې د واده او خوښیو نور مراسم د دود او دستور له مخې په موسیقۍ او خوښۍ سره ترسره شي.
د لغمان اوسیدونکی عبدالهادي هم د طالبانو له لوري د ودونو په مراسمو کې د موسیقۍ پر بندیز نیوکه کوي او وایي، طالبان دې له خلکو خوښيي نه اخلي.
نوموړی زیاتوي د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې څه موده وړاندې طالبانو د واده د مراسمو پر مهال په کور دننه د موسیقۍ د غږولو مخه نیولې او بیا یې د موسیقۍ غږولو وسایل «ډیک» او د ښځینه وو چمبې «دایرې» هم ور ماتې کړي او هم یې د کور نارینه وهلي وو.
عبدالهادي زیاته کړه: «افغانان خو نور هسې هم خوشالي نه لري، خو دا شخصي خوشالي چې د واده مراسم وي دا ترې هم طالبانو اخیستې ده، ځکه په کوم واده چې موسیقي نه وي نو څه به یې خوند وي طالبان چاته اجازه نه ورکوي چې د خوښیو په مراسمو کې موسیقي وغږوي، دا څو اوونۍ مخکې د الینګار ولسوالۍ کې طالبان د واده په مراسمو د شپې لخوا ورغلي او د هغو ډیک او د ښځو چمبې ماتې کړي او بیا ترې د واده شاه او پلار یې طالبانو ځان سره وړل چې د قومي مشرانو په ضمانت راخلاص شول، نو چې دا حال وي سړی به څنګه خوشالي وکړي.»
بلخوا یو شمېر ځوانان وايي، د طالبانو له لوري پر موسیقۍ له بندیز وروسته اوس د ودونو او خوښیو په مراسمو کې د موسیقۍ پر ځای مشاعرې او ادبي ناستې ترسره کوي.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی عطاالله چې همدا یوه اوونۍ وړاندې یې د خپل واده په مراسمو کې مشاعره جوړه کړې وه وایي، د طالبانو لخوا د موسیقۍ پر غږولو له بندیز وروسته مجبور شوی چې واده کې د خپلو خپلوانو د خوشاله ساتلو لپاره مشاعره جوړه کړي.
عطاالله وویل: «د واده لپاره مې پلان درلوده چې د محلي موسیقۍ یو مخفل په کې جوړ کړم په خپله د اجازې اخیستلو لپاره د ولسوالۍ چارواکو ته ورغلم خو هغوی راته وویل، موسیقي حرامه ده او مونږ اجازه نه درکوو، بیا مې کورنۍ هم ټینګار وکړ چې دا کار باید ونه شي ځکه طالبانو پر موسیقۍ بندیز لګولی او داسې نه خدای مه کړه کورنۍ مو بې عزته نه کړي، نو همدا لامل و چې واده کې مو مشاعره جوړه کړه ځکه بله لاره نه وه، خو له طالبانو غوښتنه کوم چې خلک ژوند کولو ته پریږي او دا ډول بندیزونه دې پای ته ورسوي.»
بلخوا فرهنګی فعالان وایي، اوس مهال د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د ودونو، کوژدې او فراغت غونډو او نورو مراسمو پر مهال د موسیقۍ مخفلونو پر ځای مشاعرې او ادبي ناستې جوړیږي.
لیکوال او شاعر عبدالله بهاند په دې باور دی چې د خوښیو په مراسمو کې د ادبي ناستو او بنډارونو په ډېرېدو سره به فرهنګي بهیر غښتلی، خو د پښتو اصلي موسیقي به د ورکیدو له ګواښ سره مخ شي.
پیاوړی زیاتوي: «همدا د خوښیو پروګرامونه وو، چې د پښتو محلي موسیقي یې ژوندۍ ساتلې وه، خو اوس چې پر دې هم بندیز دی نو باوري یم چې دا محلي موسیقي به د وخت په تیریدو او د دا ډول بندیزونو پر دوام ختمه او ورکه شي، چې دا به زمونږ اصلي افغاني موسیقۍ ته لوی زیان ورسوي له طالبانو غواړو چې خپل بندیزونه نرم کړي او د غربي موسیقۍ پر غږولو دې بندیز ولګوي خو محلي موسیقۍ ته دې اجازه ورکړي.»
په ورته مهال ننګرهار کې یو محلي سندر غاړي چې نه یې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي وایي، پخوا به یې د خلکو د خوښیو په مراسمو کې سندرې ویلې او له همدې لارې به یې کورنۍ لپاره نفقه برابروله، خو په خبره یې د طالبانو له راتګ وروسته یې پروګرامونو لپاره سندرو ویلو ته څوک نه ورغواړي.
هغه وایي، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او حالت یې اوس ورځ تر بلې خرابیږي.
نوموړي وویل: «زمونږ د محلي موسیقۍ خپله ډله وه او مخکې به مو د ودونو، کوژدو، فراغت غونډو او نورو پروګرانو کې سندرې ویلې او له همدې لارې مو نفقه برابروله، خو د طالبانو له راتګ وروسته مو څوک پروګرامونو ته نه غواړي او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم له طالبانو غواړو چې د نورو بندیزنو سره سره دې پر موسیقۍ هم بندیز پای ته ورسوي، ځکه بله لاره هم نه لرو او طالبان هم مرسته نه کوي.»
دی وایي، د طالبانو لخوا پر سندرو له بندیز وروسته سندرغاړي نه یوازې له بد اقتصادي وضیعت بلکې له نامعلوم برخلیک سره مخ شوي دي.
په ورته مهال د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ودونو د يوه تالار مسوول جهانزیب وایي، له هغه راهيسې چې د ودونو پر تالارونو محدودیت لګول شوى، د دوى عايد کم شوى او د موسيقۍ د پروګرامونو د نشتوالي له امله کم خلک په ودونو کې ګډون کوي.
جهانزیب زیاتوي: « طالب چارواکو د ودونو د تالارونو اتحاديې ته امر کړی چې باید موسیقي د ودونو او نورو خوښیو مراسمو کې ونه غږول شي، نو په دې بندیز سره اوس زیاتره خلک په هوټلونو کې ودونو ته زړه نه ښه کوي او دې بندیز بیا زمونږ کار خراب کړی او عاید مو بیخي کم شوي په کار ده چې د خلکو د خوښۍ مخه ونه نيول شي.»
مونږ هڅه وکړه چې په ودونو کې د موسیقۍ غږولو د بندیز په اړه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظر هم ولرو، خو له څو ورځو هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.
له دې یو کال وړاندې یاد وزارت په یوه ټویټ کې د ودونو د تالارونو له خاوندانو غوښتي وو، چې د موسیقۍ غږول بند کړي او له هغو کړنو څخه چې د اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي ډډه وکړي.
بل لور ته د موسیقۍ نړیوالې شورا هم په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر موسیقۍ بندیز غندلی او دا یې د کلتور او موسیقۍ نسل وژنه بللې ده.