close
Photo: Social Media

پر دولتي دندو ولکه؛ د نورستان په وانټ وایګل کې د طالبانو ولسوال پر مهمو بستونو د خپلې کورنۍ غړي او کلیوال ګمارلي

نورستان کې ځايي خلک ادعا کوي، چې د دغه ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال په دغې ولسوالۍ کې د پخواني حکومت ګڼ مسلکي کار کوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د خپلې کورنۍ د غړو په ګډون د خپل کلي شاوخوا شل کسان پر کلیدي بستونو ګمارلي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د طالبانو ولسوال پر دغو څوکیو طالب جنګیالي ګمارلي، چې له امله یې لوستي ځوانان بې کاره او د عامو خلکو اداري چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي.

دوی وايي، د دې چارې د مخنیوي په موخه یې په ځلونو د طالبانو ولایتي مسوولینو ته شکایت کړی، خو په خبره یې تر اوسه یې هېڅ پایله نه ده ورکړې.

د نورستان د وانټ وایګل ځايي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې مولوي محمود الحسن شهاب په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د ولسوال په حیث پر دنده ګمارلی، چې خلک یې له کړنو راضي نه دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی شریف الله نورستانی (مستعار) وايي، د یادې ولسوالۍ ولسوال ټول پخواني اداري کار کوونکي، چې پر مهمو او کلیدي بستونو یې کار کاوه له دندو ګوښه کړي او پرځای یې د «کوڼ» کلي چې په خپله هم د همغې سیمې دی له شلو زیات کسان پر کليدي بستونو ګمارلي دي.

نوموړی زیاتوي، محمود الحسن د شهیدانو او معلولینو، د قریه جاتو، ټرانسپورټ، حقوقو، نشه يي توکو او یو شمېر نورو آمریتونو لپاره د خپلې سیمې طالب پلوه کسان چې ډېری یې نالوستي او غیر مسلکي دي پر دندو ګمارلي دي.

شریف الله نورستاني له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ او نورو ساحو نه ډېر مسلکي او با تجربه کسان په بېلابېلو ادارو کې په وظیفو وو، خو اوسنی ولسوال چې دلته راغلی ټول یې په کور کړي او د خپل کلي چې خپله هم د همغه کلي دی له شلو ډېر کسان په کلیدي او مهمو اداري بستونو مقرر کړي او نور ټول مسلکي کسان یې له دندو لېرې کړي.»

د وانټ وایګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال محمودالحسن شهاب له لوري اداري ناسته، چې په کې د طالبانو یو شمېر اداري او امنیتي مسوولین برخه لري. انځور: خواله رسنۍ

د وانټ وایګل ولسوالۍ د ځايي خلکو په خبره، له کله راهیسې چې د یادې ولسوالۍ ولسوال پخواني مسلکي او باتجربه اداري کار کوونکي لېرې او پرځای یې غیر مسلکي او نالوستي کسان پر کلیدي او مهمو بستونو ګمارلي د مراجعینو ستونزې ورځ بلې ته په زیاتېدو دي.

دوی زیاتوي، چې د ولسوال له لوري نوي ګمارل شوي کسان پر اداري چارو نه پوهېږي او له همدې امله د خلکو د یوې ورځې کار اوونیو او آن میاشتو ته ځنډېږي، چې دوی ته یې کړاوونه جوړ کړي.

د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی احمد رضا له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ولسوال داسې کسان مقرر کړي، چې په ټول عمر کې یې اداري کارونه نه دي کړي، څوک ملا دی، څوک بې سواده، څوک طالب، څوک یې د مجاهد په نوم راوستی، د خلکو د یوه ساعت او د یوې ورځې کار وي، خو په هفتو هفتو او میاشتو یې خلاصی نه وي، خلک یې ډېر له مشکلاتو سره مخ کړي.»

د سیمې اوسېدونکي وايي، په ځلونو یې وانټ وایګل ولسوالۍ د طالب ولسوال د یادې غیر قانونه کړنې په غبرګون کې د طالبانو ولایتي چارواکو ته شکایتونه کړي، خو په خبره یې هغوی په دې برخه کې هېڅ کوټلی ګام نه دی اخېستی.

سیمه ییز خلک غوښتنه کوي، چې د طالبانو مرکزي حکومت دې د یادې ستونزې د حل لپاره کوټلي اقدامات وکړي، ځکه په خبره یې دې چارې د خلکو ستونزې څو برابره ډېرې کړي دي.

د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی جعفر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «مونږ دوه ځله د پخواني والي مولوي شبیر احمد حقاني په وخت او یو ځل د قاري زین العابدین عابد په وخت تللي یو، چې دې ولسوال ټول مسلکي کسان لېرې کړي او فامیلي اداره یې جوړه کړې، خو هغوی مونږ ته یوازې دا خبره کوي، چې مونږ یې پوښتنه کوو او ستاسې مشکل به حل شي، خو هېڅ اقدام یې تر اوسه نه دی کړی، خلک ډېر مشکل سره مخ دي کارونه یې نه کېږي، هره ورځ په زحمت کېږي او بېرته کورونو ته ځي.»

د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند په کليدي او مهمو اداري بستونو کې د طالب د ولسوال له لوري ټاکل شوي کسان. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه، چې د وانټ وایګل ولسوالۍ د ځايي خلکو د شکایتونو او نیوکو په تړاو د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال نظر هم ترلاسه کړي، خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

د وانټ وایګل ولسوالۍ لپاره د مرستندویه موسېساتو مسوولیت، د امر باالمعروف مسوولیت، د حقوقو مسوولیت، د شهیدانو او معلولینو مسوولیت، د وانټ وایګل ولسوالۍ لپاره د ابرار موسېسې مسوولیت، د کشف آمریت، د تحقیق آمریت، د کنټرول آمریت، د قضایاوو مسوولیت، د افغان پوسټ مسوولیت، د علماوو شورا استازولي، د توقیف خونې آمریت، د داخلي امنیت آمریت، د نشه یي توکو آمریت دا او د ولسوالۍ په کچه یو شمېر نور کليدي او مهم اداري بستونه دي، چې د ځايي خلکو په خبره په ټولو ادارو کې ځايي ولسوال د خپل کلي اوسېدونکي چې ډېری یې د خپلې کورنۍ غړي دي پر دندو ګمارلي او د پخواني حکومت لوستي او تجربه لرونکي اداري کار کوونکي یې له دندو لېرې کړي دي.

یوازې د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ ولسوال نه دی، چې د پخواني جمهوري نظام لوستي او با تجربه اداري کار کوونکي یې له دندو لېرې کړي، بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د طالبانو د ګڼ شمېر لوړ پوړو او ټیټ پوړو چارواکو له لوري د پخواني حکومت ډېری اداري کسان له دندو لېرې او پرځای یې طالب پلوه او غیر مسلکي کسان پر دندو ګمارلي، چې دې چارې په هېواد کې د بې کارۍ او جنايي جرمونو ګراف لوړ کړی دی.