close
Photo: @hrrleague

د افغانستان په اړه د مدني ټولنې د غړو او د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي غونډه په ناروې کې جوړه شوه

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ريچاډ بينټ په حضور سره د مدني ټولنې د غړو دوه ورځنۍ غونډه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې جوړه شوه.

د دې غونډې کوربتوب د بشري حقونو د څېړنو بنسټ کوله.

دې ټولنې د سې‌شنبې په شپه (۲۵ د غوايي) پر خپله ايکس پاڼه وليکل چې د اوسلو په غونډه کې د بشرپالو مالي مرستو پر دوامدارې اړتيا، له خطر سره د مخ افغانانو لپاره د خونديتوب فرصتونو پر زياتوب، د دوحې پر راتلونکې غونډې، د ريچارډ بينټ پر راتلونکي راپور او «له ثابت کېدونکي تغيير پرته د عادي کېدو» پر مخنيوي بحث وشو.

د بشري حقونو د څېړنو بنسټ زياته کړې چې ريچارډ بينټ له مدني ټولنې سره د غونډې پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو، د بشري حقونو د نقض په اړه د ځواب ويلو پر تګلارې او پر ماشومانو او راتلونکو نسلونو د جګړييز چاپېريال پر اغېز بحث کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ پر ايکس په يوه پيغام کې د مدني ټولنې له غړو او د افغانستان له وګړو سره په ناروې کې خپلې ليدنې مثبتې بللې او ويلي يې دې چې له ښځينه فعالانو يې الهام اخيستی دی.

بينټ د خپلو ليدنو په اړه نور جزييات نه دې ورکړي.

همدا راز د دې غونډې د ګډونوالو په اړه هم معلومات نشته.

د تېر کال په وروستيو کې هم ناروې د اروپايي او امريکايي هيوادونو د استازو په حضور د افغانستان د مدني او بشري حقونو د فعالانو د درې ورځنۍ غونډې کوربه وه. په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي په مشرۍ د طالبانو يوه پلاوي هم ګډون کړی و.