اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې سيمهييزې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د دې ولايت په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې پر «ډيورنډ کرښه» يو ځل بيا د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
دا نښته چې نن (چهارشنبه، ۲۶ د غوايي) پېښه شوې، د سرچينې په حواله دا په تېرو دریو ورځو کې دوهم ځل دی چې د اريوب ځاځيو ولسوالۍ «سپينې شګې» سيمه کې د دواړو غاړو ترمنځ د پوستې جوړېدو په سر وسله واله نښته کيږي.
سرچينه زياتوي، پاکستاني لوري له کرښې سره نږدې د پوستې جوړېدو هڅه کوله چې طالبانو د مخنيوي لپاره پر هغوی ډزې کړې او وروسته مقابل لوري هم غبرګون څرګند کړی دی.
تر اوسه په دې نښه کې دواړو غاړو ته د اوښتو تلفاتو په اړه نور معلومات نه دې ورکړل شوي او نه هم طالبانو د يادې نښتې په اړه څه ويلي دي.
پاکستاني رسنيو درې ورځې وړاندې د پکتيکا ولايت په وړممۍ ولسوالۍ کې پر پاکستاني طالبانو يا هم پر ټي ټي پي وسله والې ډلې د پاکستاني پوځ د جيټ الوتکو د هوايي بمباري خبر هم ورکړی و.