close

هلمند کې هټۍ وال د طالبانو له لوري په بېلابېلو نومونو د پیسو له ټولولو شکایت کوي

هلمند کې زیات شمیر هټۍ وال شکایت کوي، چې د طالبانو د مختلفو ادارو مسوولین له دوی څخه وخت ناوخت په بېلابېلو نومونو پیسې ټولوي چې له کبله یې د دوی کاروبار خراب او د مالي ستونزو سره مخ شوي.

د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې هټۍ وال زیاتوي، د روان ۱۴۰۳ کال د پېل سره سم دغلته د طالبانو مسوولین په هټیو ګرځي او له دوکاندارانو څخه د کلنۍ مالیې، د کار د جواز، صفایي، لوحې او د برېښنا د پیسو ترڅنګ ترې د دوکان د مخې او درې ګزي په نومونو په میاشتني او ربعوار شکل کرایه ټولیږي، چې په خبره یې دا هرڅه یې له توان پورته او نه شي کولای هره میاشت دومره زیاتې پیسې طالبانو ته ورکړي.

د لښکرګاه ښار یو تن هټۍ وال سیدولي وایي، د طالبانو له لوري ورباندې لوړه مالیه وضع شوې چې د هغې تر ورکولو کولو سربیره اوس د دغې ډلې ښاروالۍ ترې د دوکان د مخې کرایه هم غواړي.

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو ته په میاشتني ډول په بېلابېلو نومونو د زرګونو افغانیو ورکړې د ډیرو هټې والو کاروبار خراب کړی او حیران دي چې د دوکان کرایه او نور لګښتونه له کومه ځایه پوره کړي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د یوې خوا طالبانو مالیه سل سلنه لوړه کړې، د بلې خوا اوس هره میاشت د دوکانونو د مخ کرایه غواړي، د صفایي پیسې، د لوحې پیسې، د کار د جواز پیسې هم ورکوو، د برق بیل څو چنده لوړ شوی، ته فکر وکړه چې په یو کوچني کاروبار دا پیسې برابریدلای شي.»

هلمند کې هټۍ وال وایي، د مالیې د ورکړې سربیره هره میاشت د دوکان د مخې کرایه هم ورڅخه اخیستل کېږي

عبدالرحمن چې په لښکرګاه ښار کې د موټرسایکلو مستري دی، وایي د هټې مالک ته د شپږ زره افغانۍ میاشتنۍ کرایې ترڅنګ تازه د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري مجبوره شوی چې د دوکان په مخ کې د کار کولو له امله دوی ته د میاشتې ۱۵۰۰ افغانۍ ورکړي.

نوموړي وویل: «طالبان راغلل او زما پر هټۍ یې د ۱۵۰۰ افغانۍ د کرایې پارچه راکړه چې هره میاشت باید دوی ته پیسې ورکړم، اوس هم د هټۍ مالک او هم طالبانو ته کرایه ورکوم.»

دغه راز د لښکرګاه ښار په کارتې لګان سیمه کې د علي محمد په نوم هټۍ وال وایي، د طالبانو ښاروالۍ ترې د دوکان پرمخ د نصب شوې لوحې ۶۰۰۰ افغانۍ اخیستي او د پیسو د نه ورکړې له امله یې یوه ورځ دوکان هم تړل شوی و، چې بیا د پیسو په ورکولو سره بیرته د کار اجازه ورکړل شوې.

نوموي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «په تېر نظام کې د دولت له لوري مالیه اخیستل کیدله چې د دولت د مامورینو له لوري هټۍ بررسي کیدله چې ورسته مالیه راتله، خو دا ځل بغیر له بررسي زما پر دوکان ۱۶۰۰۰ افغانۍ مالیه راغلې، د هغه علاوه دا کال د دوکان د مخ کرایه، د صفایي پیسې، د لوحې پیسې، د دوکان جواز پیسې او د برق بېلونو مو ملا راماته کړې.»

ورته مهال هلمند کې پر هټې والو د طالبانو فشار دوی اړ کړي چې د خپل لګښتونو د پوره کولو په موخه د توکو قیمتونه لوړ کړي، چې دې چارې عام خلک اندیښمن کړي دي.

د لښکرګاه ښار یو تن اوسیدونکی مالک (مستعار) وایي، دغلته د خوراکي توکو بیې د پخوا په پرتله درې برابره شوي او زیاتوي چې د کار نشتون او اقتصادي ستونزو له کبله نه شی کولای خپل لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

نوموړی زیاتوي، چې پر هټۍ والو د طالبانو لوړ مالیات او په بېلابېلو نومونو ورڅخه پیسې اخیستل د عامو خلکو ژوند سخت کړی، ځکه په خبره یې چې تېر کې یې د غوړیو ۱۰ کیلویي ډبه په ۴۵۰ افغانۍ رانیوله، خو اوس یې بیه ۱۲۰۰ افغانیو ته پورته شوې.

مالک وایي، که طالبان پر خلکو مالیات او نور مصارف کم نه کړي، خلک به د ډیرو نورو اقتصادي ستونزو سره مخ شي او ډير کاروبارونه به سقوط وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه هلمند کې د طالب مسوولینو نظر هم ولرو، خو د نظر په اخیستو یې بریالي نشوو.

د طالبانو د لوړو مالیاتو څخه نه یوازې په هلمند کې شکایت کېږي؛ بلکې د هیواد په نورو ولایتونو کې هم کاروباریان د مالیاتو او نورو ټکسونو څخه سر ټکوي او د کمولو غوښتنه یې کوي.