اطلاعات روز: په کابل کې د ايران سفير او استازي حسن کاظمي قمي ويلي چې د افغانستان د کړکېچ او ننګونو د حل په برخه کې له سيمې د دباندې هيوادونو اقدامات تر اوسه ګټور نه دې ثابت شوي او که دا وضعيت دوام وکړي پټې ننګونې به تر اروپا هم ورسېږي.
ده دا څرګندونې د افغانستان په چارو کې د ايټاليا له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې مطرح کړې دي.
قمي نن (جمعه، ۲۸ د غوايي) پر ايکس ليکلي چې په دې ليدنه کې ټينګار شوی چې د دوحې د راتلونکې غونډې موضوعات او بحثونه بايد «د سيمې او افغانستان پر واقعيتونو ولاړ وي». البته نوموړي د هغه څه په اړه چې «واقعيتونه» يې بللي، وضاحت نه دی ورکړی.
د ايران سفير همدا راز چمتووالی ښوولی چې هيواد يې تيار دی په افغانستان کې له بېلابېلو اړخونو سره د مشورو پر اساس له اروپا سره د همکارۍ د يوې داسې نقشې په تدوين کې همکاري وکړي چې د افغانستان د ملت او هيواد د ګټو پر اساس نوې همکاري تعريف کړي.
ايران او د سیمې هيوادونه له طالبانو سره نژدې اړيکې لري او له دې ډلې سره د تعامل غوښتنه کوي.
دا هيوادونه د سيمهييزو جوړښتونو له لارې د افغانستان کړکېچ ته پر رسيدګۍ ټينګار کوي.