اطلاعات روز: د طالبانو کورنيو چارو وزارت د باميان ولايت په مرکز کې د يوه وسلوال بريد په ترڅ کې د درو بهرنيو وګړو او يوه افغان وژل کېدل تاييد کړي دي.
د دې وزارت وياند عبدالمتين قانع پر ايکس په يوه پيغام کې ويلي چې نن (جمعه، ۲۸ د غوايي) مازيګر په باميانو کې پر عامو وګړو ډزې وشوې.
د ده په وينا، په دې ډزو کې څلور بهرني او درې افغانان ژوبل شول.
قانع نه دې ويلي چې بهرني وګړي د کومو هيوادونو دي.
ده ليکلي چې د طالبانو امنيتي ځواکونو تر اوسه د دې قضيې په تړاو څلور تنه شکمن کسان نيولي.
همدا راز قانع ليکلي چې د طالبانو حکومت دا «جنايت» غندي او ډاډ ورکوي چې عاملان به يې مجازات کېږي.
د دې بريد مسوليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
تر دې وړاندې ځايي سرچينو ويلي وو چې وسلوالو کسانو د بهرنيو وګړو په شمول اته تنه د «هايلينډ» هوټل په وړاندې په ډزو وژلي دي.
ويل شوي چې دا بهرنيان سيلانيان وو. په عين مهال کې ځيني سرچينې وايي چې هغوی کارمندان وو. په دې اړه لا هم دقيق معلومات نه دې تر لاسه شوي.