اطلاعات روز: د ارزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د «ابردې» سیمې اوسیدونکي شکایت کوي، چې د دغه ولایت په سیند کې د اوبو د زیاتوالي او د پُل د نشتوالي له امله ښار ته په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.
په یاده سیمه کې چې شاوخوا ۱۵ زره کورنۍ ژوند کوي، وایي د کلونو راهیسې له یادې ستونزې کړیږي او د ځایي حکومتونو یې په ځلونو د پُل د جوړیدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې چا غږ نه دی اوریدلی.
د ابردې سيمې اوسيدونکی محمدولي وایي، دغلته د پُله نشتون له کبله خلک په ستونزو کې راګیر دي او کله هم چې د شپې لخوا ورته ناروغ پیدا شي، نو د سيند څخه اوښتو ته سخت انديښمن وي.
هغه وویل: «په دې سيمه کې د ۱۲ زره څخه تر ۱۵ زره پورې کورنۍ ميشتې دي ټول خلک په ډيرو ستونزو کې دي چې کله شپه شي او د يو چا په کور کې ناروغي پیدا کېږي ټوله انديښنه يې دې ته وي چې څنګ به د دغه سيند څخه بلې غاړې ته واوړي.»
د دې سيمې قومي مشر محمد بیا وايي، د دوی په سيمه کې د سيند پر سر د پُل د جوړيدو لپاره ډيزان اخيستل شوی او څه اندازه رغنيزې چارې يې هم پېل شوې وې، خو په خبره یې چې تر سياسي بدلون وروسته د دغه پُل چارې په ټپه دريدلي دي.
نوموړی وويل: «زموږ په سيمه کې ټول خلک په ډيرو ستونزو سره ښار ته د سيند څخه اوړي ځکه پُل نه لرو کله چې سيلابونه راشي سيند ډک شي بیا د اوښتو امکان نه وي.»
په دغه سيمه کې هغه کس چې لاسي کښتۍ چلوي هم د خلکو د ستونزو يادونه کوي او وايي، ډيرې شپې داسې راځي چې د شپې مهال خلک د نوموړي کورته ورځي او د سيند څخه بلې غاړې ته د اوښتو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
دی وايي، چې هره ورځ دوه ياهم درې ځله داسې پيښې کېږي چې لاسي کښتۍ د اوبو په منځ کې پر بل مخ اوړي او په کښتۍ کې ناست نارینه، ښځې او ماشومان اوبو ته لويږي، چې دې چارې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ابردې سیمې خلک وایي، چې د طالبانو د حکومت څخه د پُله د رغیدو پرته بل هیڅ نه غواړي او زیاتوي که یې غوښتنه ونه منل شي، نو د دغې ډلې د مشترتابه تر دفتره به ځان ورسوي.
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين که څه هم په یاده سیمه کې د پُل د رغيدو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې دوی د نيمګرو پروژو د رغيدو پلان لري.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د والي ویاند عنايت الله شجاع وايي، چې خپل مشرتابه ورته سپارښتنه کړې چې د ولايت په کچه دې د ټولو نيمګړو پروژو د بشپړيدو چارې پېل کړي.