close
Social media

ننګرهار کې یو ځوان د چاقو په وسیله وژل شوی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د دوو کسانو د خپلمنځي شخړې پر مهال یو ځوان د چاقو په ګذارونو وژل شوی دی.

د سیمې اوسیدونکی نقیب احمد وایي، چې پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ١ د غبرګولي) د جلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند «بګرامیو» سیمه کې رامنځته شوې.

د نوموړي په خبره، دوو کسانو لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پر یو بل ګوزارونه کړي، چې پر مهال یې یو ځوان د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې تورن کس له سیمې تښتیدلی او دغه راز تر اوسه د یادې پېښې لامل څرګند نه دی، خو دوی یې په اړه پلټنې پېل کړي دي.

د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی دغه راز زیاتوي، چې د جلال اباد ښار اوومې امنيتي حوزې منسوبينو هغه کس هم نیولی چې دوه کاله وړاندې یې پر خپلې کورنۍ ډزې کړې وې، چې پر مهال یې میرمن وژل شوې او خور یې ټپي شوې وه.

د ده په خبره، ياد کس له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلی و، خو د دوی تر څار وروسته تېره ورځ نیول شوی دی.

په دې وروستیو کې ننګرهار کې دا ډول وژنې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره شخصي دښمنۍ او کورنی تاوتریخوالی بلل کېږي.