close
Photo: sent to Etilaatroz

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ویجاړونکي سېلابونه د خوړو نه خوندیتوب لا پسې زیاتوي

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ویجاړونکي سېلابونه به په دغه هېواد کې د خوراکي توکو ناامني لا پسې زیاته کړي.

دې پروګرم پرون (سې‌شنبه، ۱ د غبرګولی) په یو راپور کې ویلي، چې سیلابونو په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان شمال ختیځ او شمال لوېدیځ سیمې ځپلي او ښايي په راتلونکو میاشتو کې شدت پیدا کړي.

سېلاب په بغلان، غور او فاریاب کې تر ټولو زیاتې ویجاړۍ رامنځته کړې دي. په دغو دریو ولایتونو کې سلګونه کسان مړه شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې ویجاړونکي سیلابونه به د خوراکي توکو پر امنیت د پام وړ اغیز وکړي.

د دې پروګرام د راپور له مخې اوس مهال په اغیزمنو ولسوالیو کې چې ډیری یې «ولږې سره مخ سیمې» دي د خوراکي توکو ناامني په کې په بحراني کچه کې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې د اقلیم خرابیدونکی کړکیچ د هوا د نامنظم والي لامل شوی او دا په ټول هیواد کې په یو عادي امر بدل شوی دی.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر هیو وی لی ویلي، چې له یوه وروسته بل ناورین رامنځته کېدل هغه ټولنې ته زیان رسوي چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب په برخه کې وروستي پرمختګونه اوس د ورکیدو له خطر سره مخامخ دي.

د هغه په ​​وينا، زيانمنې شوې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او په اوږد مهال کې د ټولنيزو زېربناوو په برخه کې پانګونې ته اړتيا لري، چې د هغوى د کورونو، ځمکې او معيشت په ساتنه کې مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې راغلي، چې د اقلیم بدلون بحران زیاتیدو سره تمه کېږي چې د سیلاب زیانونه هر کال زیات شي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې دوی به د اقلیم بدلون د تطبیق په پروژو کې پانګونه وکړي ترڅو ټولنې د اقلیمي بحران له اغیزو څخه خوندي کړي. په دې پروژو کې محافظوي دېوالونه، بندونه او د اوبو لګولو کانالونه شامل دي.

دغه پروګرام ویلي، چې د بیړني خوراکي توکو مرستې، تغذیه او د سیلابونو سره د مبارزې لپاره د مقاومت پروژو پلي کولو لپاره ۱۴.۵ میلیونه اضافي ډالرو ته اړتیا لري.