close
Photo: foreignaffairs.house.gov

مک کال: له افغانستان څخه فاجعه‌ناکه وتنه به د امريکا پر بهرني سياست د بې ننګۍ يو داغ وي

اطلاعات روز: د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال وايي چې له افغانستانه د دې هيواد «مرګونې»، «له اړودوړه ډکه» او «فاجعه‌ناکه» وتنه به د متحده ايالاتو پر بهرني سياست د راتلونکو نسلونو لپاره د بې ننګۍ د یوه داغ په توګه پاتې وي.

ښاغلي مک کال پرون (پنجشنبه، ۳ د غبرګولي) د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې د استماعيه غونډې پر مهال د دې هيواد د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلينکن په حضور کې ويلي چې له افغانستانه وتنه په داسې مهال کې ترسره شوه چې د پايلو په اړه يې خبرداری ورکړل شوی و.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس له افغانستانه د امريکا وتل په نړيوال ډګر کې د دې هيواد د تضعيفېدو پیل بللی او د اوکراين جګړې او په منځني ختيځ  کې يې شخړو ته په اشارې ويلي: «دا هر څه د افغانستان له سقوط څخه را پيل شول.»

ده ويلي: «له افغانستانه تر شرمناکې وتنې وروسته دې دولت خپل ضعف نړيوالې نندارې ته وړاندې کړ.»

ښاغلي مک کال ويلي چې له افغانستانه تر وتلو لنډ مهال وروسته موږ وليدل چې روسيې د اوکراين پر پولو خپل سرتېري راغونډ کړل او تر دې وروسته موږ ونشوای کولای چې د روسيې د يرغل تر پيل پورې له اوکراين سره اړينې مرستې وکړو.

ده همدا راز په غزه کې جګړې، د چين زياتېدونکي ځواک او پر اوکراين د بريد لپاره د دې هيواد هڅو او د ايران د ذروي پروګرام دوام ته اشاره کړې او ويلي يې دي: «دې دولت په نړيوال ډګر کې د خپل ضعف په څرګندولو سره نورو يرغلونو ته لار پرانيستې.»

مک کال په دې غونډه کې ويلي چې له افغانستانه د وتلو په اړه د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې راپور په سپټمبر مياشت کې خپرېږي او له بلينکن څخه يې غوښتي چې د دې کميټې په وړاندې شاهدي ورکولو ته دې حاضر شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي چې دی د خپل کار له پیل راهيسې د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ته پنځه ځله ورغلی چې يو ځل د افغانستان په اړه و.

ده زياته کړې چې د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټه کولای شي د بهرنيو چارو وزارت له ټيمونو وغواړي چې د دې کميټې د راپور په اړه بحث وکړي.

له افغانستانه د امريکا له وتلو راهيسې د دې هيواد د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې له افغانستانه د وتلو د بهير او تخليې په اړه خپلې څيړنې پيل کړې دي او د دې هيواد بېلابېل چارواکي يې د ځواب ورکولو او شاهدي ورکولو لپاره راغوښتي دي.

مک کال تر دې وړاندې هم له افغانستانه د امريکا د وتلو پر بهير نيوکې کړې دي او دا وتل يې «فاجعه‌ناک» بللي.