اطلاعات روز: د قيرقيزستان د ملي امنيت د دولتي کميټې رييس قمچيبيک تاشیيف ويلي چې د افغانستان پر شمالي ولايتونو د «ترهګرو» تمرکز زيات شوی دی او دا د هغو هيوادونو سويلي پولو ته يو ګواښ دی چې د «مشترک المنافع خپلواکو هيوادونو» د سازمان غړي دي.
د ټاس خبري اژانس له راپور سره سم، ښاغلي تاشیيف دا څرګندونې نن (جمعه، ۴ د غبرګولي) په بيشکيک کې د مشترک المنافع خپلواکو هيوادونو د امنيتي غونډې پر مهال کړې دي.
ده زياته کړې چې ترهګر سازمانونه او د هغو ملاتړي غواړي په ټوله نړۍ کې له ټولنيزو او سياسي شخړو څخه په استفادې خپلو ستراتېژيکو موخو ته ورسېږي.
د ټاس روسي خبري اژانس په راپور کې د قيرقيزستان د ملي امنيت د دولتي کميټې د رييس په وينا د افغانستان پر شمالي ولايتونو د ترهګريزو ډلو د تمرکز په اړه زيات جزييات نه دې راغلي.
د مشترک المنافع خپلواکو هيوادونو «د ملي امنيت د اجرايوي اژانسونو د شورا او ځانګړو خدماتو» غونډه د قيرقيزستان په پلازمېنه بيشکيک کې روانه ده.
ويل کېږي چې د دې غونډې ګډونوال د سيمې امنيتي وضعيت او د افغانستان له خاورې د ګواښونو په شمول له ترهګرۍ څخه پېښېدونکي ګواښونه ارزوي.
د مرکزي اسيا د هيوادونو چارواکو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه ښوولې ده.
خو طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور نه مني او ټينګار کوي چې د دې هيواد له خاورې د هيڅ هيواد امنيت ته ګواښ نشته.