close

هلمند کې عامه پیاده رونه د کاروبار په مرکزونو بدل شوي

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې عام خلک شکایت کوي، چې دغلته د طالبانو ښاروالۍ عامه پیاده‌ رونه خلکو ته په کرایه ورکړي، چې له امله یې پر سړکونو ګڼه ګوڼه زیاته او تګ راتګ سخت شوی دی.

د لښکرګاه ښاریان وایي، د طالبانو ښاروالۍ د ښار په ګڼو سیمو کې د خلکو د کورونو مخ او عامه پیاده رونو کې غرفې لګولي او یو شمیر سیمو کې یې د لوړې کرایې په مقابل اجازه ورکړې چې خلک موټرشویانې جوړې کړي، چې په خبره یې دې چارې سخت په تنګ کړي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د داسې خودسرانه کړنو مخه دې ونیسي.

شریف الله چې کور ته نږدې یې پر عامه پیاده رو غرفې ايښودل شوي وایي، د کور مخې ته یې د پښې ایښودلو ځای نشته او دې کار سخت په تنګ کړی دی.

نوموړي وویل: «دا د کورونو مخ دی، عامه پیاده رو دی، پر دې ماشومان، ښځي او عام خلک تګ راتګ کوي، دا ځای د غرفو ايښودلو نه وو، دلته اوس د پښې ايښودلو ځای نشته، طالبان چې زموږ سره همسایګان دي غرفې یې جوړې کړي مستري، ولډنګ کار او پرچون پروش ته یې تر ۵۰۰۰ افغانۍ په کرایې ورکړي، د کور مخ مو د خلکو څخه ډک شوې، ښاروالۍ ته څو ځلي ورغلي یو شکایت مو کړی، خو په اړه یې چا زموږ غږ نه دی اوریدلی.»

لښکرګاه ښار کې د نجونو لېسې مخې ته د موټرسایکلو لیلام بازار چې ښاروالۍ په کرایه ورکری

دغه راز لښکرګاه ښار کې د نجونو د عمومي لېسې مخته د پارک ساحه د طالبانو ښاروالۍ د موټر سایکلو په لیلام ځای بدل کړی او زده کوونکي دغه ځای کې له تفریح کولو محروم شوي دي.

د لښکرګاه ښاریان وایي، د ښار په منځ کې د نجونو لېسې ته مخامخ د دا ډول لیلام بازارونو جوړول او په کرایه ورکول په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاتوي او د ښځوونځي د زده کوونکو د مزاحمت سبب ګرځي. دوی د طالبانو له ښاروالۍ غواړي چې دا ډول بازارونه د ښار څخه په لېرو پرتو سیمو کې جوړ کړي.

د سیمې اوسیدونکي احمد ولي (مستعار) په دې اړه وویل: «په ښار کې ډيرې خلاصې سیمې شته چې ښاروالۍ کولای شوای هلته خلکو ته لیلام بازار جوړ کړي، دا د مکتب مخ دی، دلته ماشومان درس وایي، دا کار د کلي خلکو او د دې ښوونځي زده کوونکو لپاره لوی مزاحمت دی.»

نوموړی زیاتوي، ښاروالۍ پر ځای د دې چې ښار له ګڼې ګوڼې خلاص کړي، په هستوګنیزو سیمو، روغتونونو او د تعلیمي مرکزونو ترڅنګ ګنجونه، لیلام بازارونه، موټر شویانې او غرفې جوړوي، چې په خبره یې دې کار په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته کړې ده.

د دې سیمې یو بل اوسیدونکی محمد اکبر بیا وایي، په دې ورستیو کې د لښکرګاه ښار په ډيرو برخو کې طالبانو غصب روان کړی چې د ښار پر پیاده رونو او عامه ځایونو کې یې دوکانونه او کارځایونه جوړ کړي او ښاروالۍ یې د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.

نوموړي وویل: «د ښار په منځ کې ځایونه غصبول او په کرایه ورکول د خوار او غریب کار نه دی، د طالبانو مشرانو په ښار کې ځایونه غصب کړي، دوکانونه یې ورباندې جوړ کړي او په کرایه یې ورکړي دي.»

دغه راز د مرکز لښکرګاه ښار د کارتې لګان روغتیایي مرکز یو ډاکټر د دغه مرکز سره په څنګ کې د جوړې شوې موټر شویي څخه شکایت کوي او وایي، د کلينیک په خوا کې د موټر شویي د ماشینونو له کبله رامنځته شوې غږیزې ککړتیا ناروغانو او ډاکټرانو ته ستونزې پیدا کړې دي.

نوموړي وویل: «دا موټرشویي زموږ د عامه روغتیایي مرکز په دیوال پوري نښتې جوړه شوې، زه چې روغ انسان یم، د ماشینونو غږونه مي غوږونه خوري، دلته موږ د ورځې په سلګونه ناروغان لرو، غږیزه ککړتیا د ناروغ پر صحت نهایت بد تاثیر کوي، د جوړولو پر مهال موږ ډیره هڅه وکړه چې مخه یې ونیسو، ښاروالۍ ته ولاړو، خو هیڅ چا زموږ غږ وانه وریده، ځکه د یو زورواکي لاس ورباندې پروت و.»

لښکرګاه کې د طالبانو ښاروالۍ په استوګنیزو سیمو کې خلکو ته اجازه ورکړې چې موټر شویانې جوړې کړي

د دې تر څنګ په لښکرګاه ښار کې په یو شمیر دولتي کورونو کې چې مخکې دولتي مامورینو او معلمینو ته ورکړل شوي وو اوس په کې طالبانو موټرشویانې او دوکانونه جوړ کړي او په لوړو کرایو یې ورکړي چې له کبله یې د شاوخوا سیمو اوسیدونکي تنګ شوي دي.

د یادې سیمې اوسیدونکی ابراهیم (مستعار) وایي، د دوی په کلي کې د دولتي کور یوه څنډه یو موټر مینځونکي ته په لوړه کرایه ورکړل شوې، چې له کبله یې د شاوخوا کورونو خلک د ماشینونو د لوړ غږ له امله په تنګ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو له لوري دا تفکیک نه کېږي چې دا تجارتي سیمه ده او که د هستوګنې چې څو پیسو په مقابل کې ټول کلی ورسره په ستونزه کې وي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «د ښاروالۍ له لوري هیڅ تفتیش نشته، هغه څوک چې واسطه او زور ولري هر لوري ته هر شی جوړولای شي، زموږ د کلي په منځ کې په یو کور کې موټرشويي جوړه شوې، موږ یې څو ځله مخالفت وکړ، خو چا مو غږ وانه وریده اوس مو کلی د خلکو او موټرونو څخه ډک دی، د کلي مشران ښاروالۍ ته ورټول شول، خو د هغوۍ له لوري جواب کړل شول چې دا دولتي کور دی او اختیار یې نشته.»

د لښکرګاه ښار زیات شمیر ښاریان د طالبانو له ښاروالۍ څخه غواړي چې په ښار کې عامه پیاده رونه خلاص او د خلکو ستونزې واوري. موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ترلاسه کړو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.