close
Photo: supremecourt.gov.af

طالبانو د لوی اختر په مناسبت ۳۴۹ بندیان خوشې کړل

اطلاعات روز: د طالبانو ستره محکمه وايي، د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده د یو فرمان پر بنسټ ۳۴۹ بندیان د لوی اختر به مناسبت بښل شوي او له زندانونو خوشې شوي دي.

سترې محکمې نن (شنبه، ۲۶ د غبرګولي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه فرمان پر بنسټ د ۲۷۰ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خوشې شویو بندیانو د جرم د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو کوچني اختر کې هم اعلان کړی و، چې د ټول هېواد له زندانونو یې دوه زره او ۸۵۵ کسان خوشې او د یو زرو او۴۲۰ کسانو د بند سزاګانې یې کمې کړې دي.

د دغه فرمان له مخې، د ښځو د حقونو د یوې فعالې په ګډون یو خبریال چې د طالبانو له خوا په بند محکوم شوي وو هم خوشې کړل شوي دي.