اطلاعات روز: د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستياله هيدر بار وايي چې طالبانو له ملګرو ملتونو څخه «ډېر جدي امتيازات» تر لاسه کړي او [پر همدې اساس] د افغانستان په اړه د دوحې په درېيمه غونډه کې ګډون کوي.
اغلې بار تېره شپه (دوشنبه، ۲۸ د غبرګولي) پر ايکس په يوه خپاره کړي ويډيويي پیغام کې ويلي چې ملګرو ملتونو په همدې موخه ښځې په دې غونډه کې له بشپړ ګډون څخه بې برخې کړې او همدا راز يې د دې غونډې له اجنډا څخه د ښځو حقونه او بشري حقونه ايستلي دي.
د بشر حقونو د څار سازمان مرستياله وايي: «ټکان ورکوونکې ده چې ملګري ملتونه دا کار په داسې وخت کې کوي چې معلومه خبره ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې وضعيت په نړۍ کې د ښځو د حقونو يو تر ټولو جدي بحران دی او دا بحران هره ورځ بدتر کېږي.»
اغلې بار په دې ويډیويي پيغام کې همدا راز وايي چې داسې ښکاري چې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بينټ راپورونو ته «غوږ نه نيسي».
دې د ريچارډ بينټ راپور ته په اشارې چې نن به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کېږي، ويلي چې بينټ په دې راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د ښځو «ژور بحران» مستند کړی دی.
د بشر حقونو څار د ښځو د برخې مرستيالې همدا راز ويلي چې په دې راپور کې عملي اقدامات وړانديز شوي چې دولتونه يې بايد تر سره کړي، تر څو له طالبانو د هغه ځور او جناياتو په اړه پوښتنه وشي چې ښځو ته يې رسولي.
دې زياته کړې چې «ډېره ناهيلې کوونکې ده» چې په کومه شېبه موږ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د ښاغلي بينټ له لوري جدي خبرداری تر لاسه کوو، خو [بل لور ته] داسې ښکاري چې ملګري ملتونه خپل ځانګړي راپورچي ته غوږ نه نيسي او د دوحې درېيمه غونډې ته چمتووالی کوي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د چنګاښ مياشتې پر ۱۰ او ۱۱ نېټو په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب جوړه شي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اعلان کړی دی چې دې ډلې د دوحې د درېيمې غونډې اجنډا ارزولې ده او تر دې وروسته يې په دې غونډه کې ګډون کول د «افغانستان په ګټه» بللي او د دې ډلې يو پلاوی به دوحې ته ولېږل شي.
تر دې اعلان څو ساعته وروسته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په دې غونډه کې د ګډون کولو پرېکړه د هغې اجنډا او د دوحې د غونډې د ترکيب پر اساس کړې چې د تېرو دوو مياشتو پر مهال ورسره ملګرو ملتونو شريک کړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي اخطار ورکړی چې د دوحې د غونډې په ترکيب او اجنډا کې هر ډول بدلون به د دې ډلې د ګډون پر پرېکړه اغېز ولري.
ملګرو ملتونو په رسمي توګه لا هم د دوحې د درېيمې غونډې اجنډا نه ده اعلان کړې، خو د دې سازمان د عمومي منشي مرستيالې رزماري ډي کارلو کابل ته د خپل سفر پر مهال ويلي و چې په دې غونډه کې د مالي او بانکي مسايلو، له نشيي توکو سره پر مبارزې او کروندګرو لپاره پر بديل کښت او پر اقليمي بدلونو او پر افغانستان يې پر اغېزو خبرې کېږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاريک هم ويلي و چې د دې غونډې موخه «په منسجمه، همغږې او ساختارمنده توګه له افغانستان سره د نړیوال تعامل زياتول دي».